د آلمان د دفاع وزيره ښايي يوه ښځه سي
۱۳۹۲ آذر ۲۴, یکشنبهد آلمان په تاريخ کي دا دريم وار دی چي له سترو ګوندونو څخه يو ستر ائتلاف جوړيږي. خو د آلمان د فدرالي جمهوريت د بېلابېلو وزارتونو له پاره هم ښايي حيرانونکي تصميمونه ونيول شي چي د دي هيواد په تاريخ کي ساري نه لري.
يو تصميم ښايي دا وي چي د د دفاع وزارت چاري يوې ښځي ته وسپارل شي. د کار او ټولنيز چارو اوسنۍ وزيره، اورزولا فون درلاين، ښايي په نوې کابينه کي د دفاع وزيره شي. دغه وړاندوينه د آلمان د ډيرو رسنيو له خوا شوي ده. له برلين څخه رسنيو ته د رسيدلو رپوټو له مخي د دفاع اوسنی وزير، توماس ديميزير ښايي بيرته د کورنيو چارو وزير شي.
فون درلاين او ديميزير دواړه د صدراعظمي انګیلا ميرکل د مسيحي ديموکرات ګوند غړي دي. که څه هم داچي څوک به د کوم وزارت مقام تر لاسه کړي، د يکشنبې ورحي تر پايه پوري ښايي معلوم شي، خو ائتلافي ګوندونو د ئتلاف په تړون کي موافقه کړې ده چي ګوم ګوند د کوم وزارت مشرتوب پر غاړه واخلي. مسيحي ديموکرات چي د خپل ګوند مشره انګيلا ميرکل يې بيرته د صدارت مقام له پاره کانديده کړې ده، د دفاع، کورنيو، ماليي، روغتيا او د ښووني او روزني وزارتونه به تر خپل کنترول لاندي ولري.
د «راينيشر پوست» او «شپېګل آن لاين» د رپوټونو له مخي د مسيحي ديموکرات عمومي مشي هيرمن ګرويه، ښايي د روغتيا نوی وزير شي. دا چي د ښووني او رزوني اوسنی وزير، يوهانه ونکا به پر څپل مقام پاته شي که نه، تر اوسه پوري روښانه نه ده.
مسيحي سوسيال دري وزيران لري
د ستر ايتلاف بل مهم ګوند، مسيحي سوسيال چي د انګيلا ميرکل د مسيحي ديموکرات متحد ګوند هم ګنل کيږي او يوازي په بايرن ايالت کي استازيتوب لري، په نوې کابينه کي دري وزارتونه اشغالوي: د ترانسپورت او ديجيتالي مواصلاتو نوی وزير ښايي د نوموړي ګوند اوسنی عمومي منشي، الکساندر دوبرينت شي. د «بيلد ام زونتګ» د رپوټ له مخي د ترانسپورت اوسنی وزير، پيتر رامزاور له کابيني څخه وځي. د کورنيو چارو اوسنی وزير، هانس پيتر فريدريش ښايي د کرهڼي وزير وګرځي. دا چي څوک به د پرمختيايي چارو وزارت پر غاړه واخلي لا تراوسه روښانه نه ده.
په نوې کابينه کي د سوسيال ديموکرات څوکي
د سوسيال ديموکرات ګوند د کابينې غړي کابو معلوم دي: د ګوند اوسنی مشر، زيګمار ګابرايل به نه يوازي د صدراعظمي ميرکل مرستيال وي، بلکي د اقتصاد او انرژۍ د ستر وزارت دنده به هم پر غاړه ولري. د سوسيال ديموکرات پارلماني مشر، فرانک والتر شتاين ماير به د بهرنيو چارو وزير شي، دا دنده هغه په پخواني ايتلافي حکومت کي هم پر غاړه درلوده. د سوسيال ديموکرات ګوند عمومي منشي، اندريا ناليس به د کار وزيره شي.
د نوموړي ګوند د مالي چارو مسووله، باربره هيندريکس به د چاپيريال ساتني وزارت پر غاړه واخلي. د سوسيال ديموکرات ګوند د رئيس مرستياله، مونويلا شوسيګ به د فاميلي چارو وزيره او زارلند ايالت د اقتصاد اوسنی وزير، هايکو ماس به د فدرالي حکومت د عدليې وزير شي. د رپوټونو له مخي د آلمان په تاريخ کي په لومړي وار په فدرالي کابينه کي د ګډوالو چارو وزارت هغه چاته وسپارل شي چي هغه خپله د کډوالۍ ريښي لري. د سوسيال د يموکرات ګوند د رئيس دوهمه مرستياله، آيدان اوزوګوز، به چي مور او پلار يي ترکان دي د کډوالو، مهاجرو او ادغام په چارو کي د دولت وزيره شي.