1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان د دفاع وزیره افغانستان ته تللې

۱۳۹۷ آذر ۲۶, دوشنبه

د آلمان د دفاع وزیره اورزلا فون دیر لاین، افغانستان ته رسیدلې چې د کریسمس د رخصتیو پر مهال په دې هیواد کې له خپلو میشتو سرتیرو سره وویني.

https://p.dw.com/p/3AG3n
Afghanistan Verteidigungsministerin von der Leyen
انځور: picture-alliance/dpa/M. Kappeler

د آلمان د دفاع وزیره  اورزلا فون دیر لاین، د دوشنبې په ورځ په مزارشریف کې د آلماني ځواکونو پوځي اډې «مارمل کمپ» ته ورسیده. په دې کمپ کې د آلماني ځواکونو په ګډون د ۲۱ هیوادونو شاوخوا ۲۰۰۰ ځواکونه میشت دي چې د افغان ځواکونو په روزنه، ملاتړ او هغوی ته په مشوره ورکونې بوخت دي.

آلمان اوس د ناټو د پریکړنده ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې په افغانستان کې شاوخوا ۱۳۰۰ ځواکونه لري چې ډیری یې په شمالي ولایت بلخ کې میشت دي.