1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان د سياستوالو د اطلاعاتو ساتنه د چا دنده ده؟

۱۳۹۷ دی ۱۷, دوشنبه

موږ تل د هکرانو د حملو او د سايبري جاسوسۍ په هلکه اورو او له دې خبرونو سره مو يو څه عادت کړی دی. خو د آلمان پر سياستوالو د هکرانو وروستيو بريدونو يو بل اړخ هم درلود چې په دې رپوټ کې یې د روښانولو هڅه شوې ده.

https://p.dw.com/p/3B8VH
Symbolfoto zum Thema Datensicherheit auf dem Smartphone Haende tippen auf einem Smartphone Berlin
انځور: Thomas Trutschel/photothek/imago

دا چې په آلمان کې به تر يوه هکري بريد وروسته دومره جنجال رامنځته شي، چا یې په هکله تصور هم نه کاوه. د دې پيښې نور داسې اړخونه هم شته چې د باور وړ نه دي. د مثال په توگه څو اوونۍ تر مخه د امريکا د «ماريوت» ځنځري هوټلونو له خوا خبر ورکړل شوی وو چې د ۵۰۰ ميليونو ميلمنو معلومات یې چې په هغه کې بانکي معلوماتو هم شامل دي، غلا شوي دي. دا د خپل ډول يوه ستره پېښه ده.

تر اوسه تر ټولو ستره دا ډول پېښه په ۲۰۱۳م کال کې رامنځته شوې وه. هغه وخت د «Yahoo» د انترنتي خدماتو تر يو ميليارد زيات کاروونکي د سايبري برید هدف  شوي ول. له دې حملو څخه آلماني کاروونکي هم اغیزمن شوي وو.

پر دې سربيره په آلمان کې نور داسې بريدونه هم شوي ول چې سخته ناآرامي یې رامنځته کړې وه. څو کاله تر مخه معلومه شوه چې د امريکا متحدو ايالاتو د ملي امنيت ادارې (اين ایس ای) د صدراعمظمې انگلا ميرکل لاسي تليفون ښايي څو کاله څارلی وي. همدا راز د آلمان د پارلمان پر غړيو د احتمالي روسي هکرانو له خوا د بريد خبر خپور شو. دا دواړه پيښې ډېرې د انديښنې وړ دي خو ولې اوس پر دې پيښه دومره غوسه او غبرگون ښوول کيږي؟ آیا دا ځل په آلمان کې ديموکراسي تر خطر لاندې ده؟

اوسنۍ قضيه

په اوسنۍ قضيه کې په دسمبر مياشت کې د تويتر له يوه اکاونټ څخه د سياستوالو او نورو مشهورو کسانو د شخصي معلوماتو لنکونه خپاره شوي ول. په دې ترڅ کې مشهور هنرمندان د مثال په توگه تِل شوايگر او سياستوال چې په هغوی کې د آلمان ولسمشر فرانک والتر شتاين ماير، صدراعمظه انگلا ميرکل، د مسيحي ديموکرات گوند مشره انه گريت کراسمپ کارنباور او د سوسيال ديموکرات گونده مشره اندريا ناهلس شامل دي، اغيزمن شوي. په ټوله کې د کابو ۱۰۰۰ تنو اطلاعات غلا شوي دي.

د دې سايبري بريد ځانگړی اړخ

دا چې مشهور او لوړ رتبه کسان هدف گرځيدلي، دا کومه نوې او ځانگړې خبره نه ده، بلکې دلته نوې خبره داده چې د هغوی مرتبه يا کار هدف نه دی، بلکې شخصي معلومات یې په نخښه شوي دي.

د «نوي مسئوليت موسسې» د نړيوال امنيتي سياست د پروژې مشر سوين هيرپگ په دې اړه وايي: «د اطلاعاتو د خپرولو په دې افتضاح کې چې موږ تر اوسه کوم ځانگړی شی وينو هغه دادی چې دلته د آلمان له پاره بديل گوند سربيره د نورو مختلفو گوندونو د سياستوالو معلومات غلا شوي او  په لومړي ځل شخصي معلومات لکه د کورنۍ له غړيو سره چټونه، د بانکي کارتونو کاپي گانې ليدل کيږي. تر اوسه په آلمان کې د سايبري حملو پر وخت د آلمان د حکومت معلومات او يا د پارلمان په هلکه اطلاعات په ډاگه شوي ول خو شخصي معلومات نه وه خپاره شوي.»

Deutschland Bundesamt für Sicherheit in der Informationstechnik (BSI)
د معلوماتي تکنالوژۍ د امنيت اداره تر سختو انتقادونو لاندې دهانځور: picture-alliance/dpa/O. Berg

فکرونه آزاد دي، يا تر اوسه داسې وه

دا بريد په اصل کې څه نا څه پر تفکراتو بريد وو. ځکه دلته چې د کومو انسانانو معلومات په ډاگه شوي هغوی تل دې ته پام کوي چې د ځان په هلکه څه کله له نورو سره شريک کړي. د دې کسانو د ژوند نور يا ډېر اړخونه له عموميت څخه پټ وي. نو څه کيږي کله چې د يوه چا ورځني ياداښتونه د يوه چا لاس ته ورشي، چې بايد ونه لوستل شي؟

د آلمان د رزغون گوند د  پارلمان ځوانې غړې ليوزه امتسبيرگ د هکرانو پر بريد د انتساگرام له لارې داسې غبرگون ښوولی: «تاسې ډېر خوار، د خواخوږۍ وړ او ډېر د کمروزي نفس خاوندان ياست. دا واضح ده کله چې تاسې زموږ په خوب کوټه او يا سالون کې موږ تعقيبوئ او يا زموږ پر ياداشتونو او بانکي حسابونو نظر اچوئ، موږ ضربه وينو.»

د اطلاعاتو له غلا د ديموکراسۍ تر غلا پوري

خو نور داسې ټکي هم شته چې د اهميت وړ دي او ډېر انتقاد یې پارولی دی. هغه دا چې امنيتي ادارو ته ډېر ناوخته خبر ورکړل شوی دی. په داسې حال کې چې ډېر اغیزمن کسان د جمعې په ورځ د رسنيو له لارې په هکري بريد خپريږي، خپله د آلمان د جنايي جرمونو فدرالي اداره د پنجشنبې په شپه ناوخته له دې قضيې خبريږي. ويل شوي چې د معلوماتي تکنالوژي د امنيت ادارې لا په دسمبر مياشت کې په دې اړه ښايي معلومات لرلې وي. يادې ادارې دغه معلومات يو څو ځانگړي پېښې گڼلي او نورو ادارو ته یې معلوماتو نه دي ورکړي. له همدې امله پرې نيوکې زياتې دي.

سوين هيرپگ په دې هکله وايي: «ادارې، په دې قضيه کې د معلوماتي تکنالوژۍ د امنيت اداره او يا د مثال په توگه استخباراتي اداره مسول نه دي چې سياستوال او يا گوندونه او هنرمندان وساتي. دوی واضح ده کولی شي په دې هلکه روزنه ورکړي  چې سړی څرنگه ځان وساتي خو د دې ادارو وظيفه دا نه ده چې د سياستوالو د شخصي حسابونو ساتنه وکړي.»

د نوموړي په خبره د آلمان گوندونه خپله د خپلو انترنتي حسابونو د امنيت او ساتنې مسئوليت لري او تر اوسه یې په دې هکله ډېره ليوالتيا نه ده ښوولې چې يوه اداره دې د دوی له حسابونو سره سر و کار ولري. برعکس مشهور کسان بيا د خپلو اکاونټونو په ساتنه کې توجه کوي. له همدې امله نوموړی کارپوه په آلمان کې وروستي سايبري بريدونه ديموکراسۍ ته خطر نه بولي، بلکې دا يوه اشاره گڼي چې بايد سايبري امنيت ته زياته پاملرنه وشي.