1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان د مهاجرت اداره ۸۰۰ زره د قبولي دوسیې له سره ارزوي

۱۳۹۷ مهر ۲۳, دوشنبه

د آلمان د مهاجرت او پناه غوښتنې فدرالي اداره غواړي چې د ۸۰۰ زره داسې پناه غوښتونکو دوسیې له سره و ارزوي چې په دې هیواد کې منل شوي دي. دغه کسان اوس په آلمان کې له محافظت څخه برخمن دي.

https://p.dw.com/p/36aCZ
Deutschland Bundesamt für Migration und Flüchtlinge in Nürnberg
انځور: picture alliance/dpa/Geisler-Fotopress

د آلمان د کورنیو چارو فدرال وزارت د مهاجرت په چارو کې د آلمان د فدرالي ادارې له لوري د ګڼ شمیر پناه غوښتونکو دوسیو د بیا ارزولو خبر ورکړی دی. د دې هیواد د کورنیو چارو وزارت د «ویلټ ام زونتاګ» په نامه له یوې آلمانۍ ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي چې د روان ۲۰۱۸م کال تر پایه پورې به د شاوخوا ۱۰۰ زره پناه غوښتونکو دوسیې له سره و ارزول شي. په دې ترڅ کې به په ۲۰۱۹م کال کې د شاوخوا ۴۰۰ زره نورو قبول شوو پناه غوښتونکو دوسیې وارزول شي د پاتې ۳۰۰ زره نورو پناه غوښتونکو دوسیې بیا تر ۲۰۱۹م کال وروسته په پام کې نیول شوي دي.

ولې دغه دوسیې له سره ارزول کیږي؟

په آلمان کې پناه غوښتونکي تر هغه وخته پورې محدود حفاظت ترلاسه کوي چې د دوی د پناه غوښتنې دلایل په مستنده توګه منل شوي وي. د مهاجرت او پناه غوښتنې په چارو کې د آلمان فدراله اداره یا بامف یوه مهاجر ته د پناه د ورکړې تر حق وروسته، درې کلونه وخت لري څو د پناه غوښتونکو د ادعاوو ریښتین توب روښانه کړي.

دغه اداره د اړتیا په وخت کې کولی شي له پناه غوښتونکو څخه د حافظت حق بیرته واخلي. که چیرته دغه کار ونشي، هغه کسان چې د محافظت تر چتر لاندې په آلمان کې ژوند کوي، د قانون په رڼا کې د دائمې اقامي حق ترلاسه کولی شي.

په عین حال کې د تیر عیسوي کال په ترڅ کې د شاوخوا دوه زره او ۵۲۷ کسانو دوسیې له سره ارزول شوي وې. خو په روان عیسوي کال کې بیا د داسې بیا ارزول شویو دوسیو په شمیر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی او د روان کال د سپمتبر میاشتې تر پایه پورې د داسې دوسیو شمیر ۵۵ زره او ۶۱۲ ښول شوی دی. تیر کال د پناه غوښتونکو د دوسیو د بیا ارزونې په لړ کې ګڼ شمیر پناه غوښتونکي، د پناه غوښتنې په شرایطو برابر وو او د دوی د پناه غوښتنې دلایل هم تائید شوي وو.