1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

زيهوفر: حاضردمه دې هيڅ سوريايي مهاجر نه اخراجيږي

۱۳۹۷ آذر ۳, شنبه

د آلمان د کورنيو چارو وزير هورست زيهوفر وايي چې په حاضر وخت کې هيڅ سوريايي مهاجر سوريې ته نه اخراجيږي. په دغې پريکړه کې هغه سوريايي مهاجر هم شامليږي چې په آلمان کې د جرمونو مرتکب ګرځيدلي دي.

https://p.dw.com/p/38qSe
Horst Seehofer
انځور: picture-alliance/dpa/AP Photo/M. Sohn

د آلمان د کورنيو چارو وزير هورست زيهوفر د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۸م کال د نومبر ۲۳مه) شپيګل مجلې ته وويل چې دغه پريکړه د آلمان د بهرنيو چارو وزارت له خوا د يوه خپور شوي رپوټ وروسته شوې ده. د آلمان د بهرنيو چارو وزارت په دغه رپوټ کې د سوريې وضعيت خورا سخت او خراب توصيف شوی دی.

زيهوفر زياته کړه: «حاضردمه د سوريې په هيڅ سیمه کې حالات ښه نه دي، په همدې دليل سوريايي مهاجر نه شي اخراجيدای.»

د آلمان د کورنيو چارو وزارت د نه اخراج په دغې پريکړه کې هغه سوريايي مهاجر هم شامل دي چې په آلمان کې د جرمونو مرتکب ګرځيدلي دي.

د اخراج پر سر بحثونه

زيهوفر تيره اوونۍ ويلي وو چې د برلين حکومت د هغو سوريايي مهاجرو د اخراج پر موضوع غور کوي چې په آلمان کې يې جرمونه کړي او يا د آلمان د امنيت له پاره ورڅخه د خطر احساس کيږي.

اوس مهال په آلمان کې په سلونو زره سوريايي مهاجر ژوند کوي. ډیری دغه مهاجر د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو په منځ کې راغلي دي. آلمان حکومت په سوريه کې د کورنيو جګړو له امله د سوريايي مهاجرو اخراج د روان کال تر پايه ځنډولی وو، خو اوس آلمان حکومت غواړي چې پر دې موضوع له سره کتنه وکړي.

Flüchtlinge auf der Autobahn Richtung Österreich
آلمان ته ډيری سوريايي مهاجر په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶م کلونو کې راغللانځور: picture-alliance/dpa/B. Roessler

په پام کې ده چې راتلونکې اوونۍ د آلمان د شپاړلسو ايالتونو د کورنيو چارو وزيران په دې اړه خبرې اترې وکړي چې آیا د سوريايي مهاجرو د نه اخراج موده دې نوره هم وغځول شي او که نه.

افغان مهاجر

د ۲۰۱۷م کال د می مياشتې په وروستيو کې په کابل کې د آلمان سفارت مخته يوه لويه بمي چاودنه رامنځ ته شوه، چې شاوخوا سل کسان په کې ووژل شول. تر دغې پيښې وروسته آلمان د افغان مهاجرو د اخراج لړۍ هم په موقتي توګه ودروله، خو دغه لړۍ وروسته له هغې بيرته پیل شوه چې د آلمان د بهرنيو چارو وزارت په افغانستان کې خپل د امنيتي وضعيت په اړه تازه څيړنيز رپوټ خپور کړ. په دغه رپوټ کې ويل شوي وو چې په افغانستان کې داسې امن سيمې شته چې افغانانو ورته اخراج شي.

د افغانانو د اخراج په تړاو، په کراتو د آلمان په مختلفو ښارونو کې مظاهرې وشوې، خو بيا هم افغانستان ته د رد شوو افغان مهاجرو د اخراج لړۍ ادامه لري. مظاهره کوونکي افغانستان د اخراج له پاره امن هيواد نه بولي.

د مهاجرت پر موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: