1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: د نفتو او ډبرو سکرو پرمټ د بریښنا تولید لنډمهاله دی

۱۴۰۱ تیر ۲۶, یکشنبه

د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ وايي چې د ډبرو سکرو او نفتي موادو پر مټ د انرژۍ د سترو فابریکو فعالول موقتي دي. د نوموړي په خبره آلمان د اقلیمي بدلون اهدافو ته ژمن دی او دغه اقدام یې د روسیې له لوري د ګازو کمښت ته ځواب دی.

https://p.dw.com/p/4EFlZ
Braunkohlekraftwerk Niederaußem bei Köln - im Hintergrund Kraftwerk Neurath
انځور: Herbert Sauerwein

د شنبې په ورځ د آلمان صدارعظم اولاف شولتڅ د یوه ویډيويي پیغام په خپرولو سره ویلي چې د برلین له لوري د ډبرو سکرو او نفتو پرمټ د انرژۍ تولید ته د مخه کولو اقدام موقتي دي. د نوموړي په خبره، د آلمان حکومت د اقليمي بدلون سره د مبارزې له پاره نړیوالو ژمنو ته ژمن دی.

وروسته له هغې چې روسیې پر اوکراین باندې پوځي یرغل پیل کړ، روسیې اروپا او آلمان ته د خپلو ګازو په صادراتو کې د پام وړ کمښت راوستی دی چې له کبله یې اوس آلمان اړ دی چې يو ځل بیا په عنعنوي توګه انرژي تولید کړي. په آلمان کې د ګازو د کمښت له کبله د انرژۍ سکتور ډیر زیانمن شوی دی او د دې هیواد حکومت اوس د ډبرو سکرو او فوسیلي سون توکو ته مخه کړې، داسې اقدام چې تر دې مخکې برلین ترې مخ ګرځولی وو.

شولڅ څه وویل؟

په دغه ویډیويي پیغام کې د آلمان صدراعظم د پیښمانۍ په څرګندولو سره وویل چې آلمان به د فوسیلي سون توکو پر مټ چلیدونکي ۱۶ کارخانې بیا فعالې کړي  او دا چې حکومت یوازې د ۱۱ میاشتو له پاره یې د فعالیت اجازه ورکړې ده.

Deutschland G7 Gipfel Bundeskanzler Olaf Scholz
انځور: Jens Krick/Flashpic/picture alliance

د آلمان صدراعظم وویل: «دغه حقیقت ډیر تریخ دی چې پر اوکراین باندې د روسیې د ظالمانه برید وروسته ځینې هغه د انرژۍ تولیدوونکې کارخانې بیرته فعالیږي چې تر دې وړاندې له عملیاتو غورځول شوې وې.» د هغه په خبره، دغه اقدام یوازې د یوې لنډې مودې له پاره دی.

شولڅ همدا راز زیاته کړه چې حکومت به یې د زرغونې انرژۍ د پراختیا له پاره ټول اقدامات عملي کړي کوم چې په ۲۰۴۵م کال کې د ګلخانه ايي له تولید ګازونو پرته صنعتي راتلونکی دی. اوسمهال آلمان تر ډیره پورې د بریښنا د تولید له پاره پر فوسیلي سون توکو متکي دي په ځانګړې توګه دغه تکیه پر ګازو او پر ډبرو سکرو ډیره ده چې د شمیرو له مخې له دې لارې آلمان خپله ۴۵ سلنه بریښنا ترلاسه کوي.

آلمان په دې وروستیو کې له روسیې څخه د انرژۍ خپل واردات تر ډیره پورې کم کړي دي او د دې پرځای یې نورو هیوادونو ته مخه کړې ده. آلمان دغه اقدام پر اوکراین باندې د روسیې تر پوځي یرغل وروسته عملي کړی دی. د شولڅ حکومت په پام کې لري چې د روان کال تر پایه پورې له روسیې څخه د نفتو او ډبرو سکرو واردات د روان میلادي کال تر پایه او د ګازو واردات بیا د ۲۰۲۴م کال تر پایه پورې بند کړي.