1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان يوې څارنوالۍ د جعلي ترهگرو له امله شکايت کړی

۱۳۹۸ تیر ۳, دوشنبه

د آلمان يوې څارنوالۍ د هغو مهاجرو د تعقيب دعوه کړې ده چي ځانونه يې په درواغو ترهگر معرفي کړي دي.

https://p.dw.com/p/3KzDI
München Flughafen - Polizisten
انځور: picture-alliance/ZUMAPRESS/S. Babbar

د آلمان د نوردراین ویستفالین ايالت د ترهگرۍ سره د مبارزې د مرکز ویاند، دانیل فولمیرت د دوشنبه په ورځ د کولن ښار یوې ورځپاڼي ته ویلي دي چي »موږ متاسفانه په تکرار سره له دا ډول پیښو سره مخامخ کیږو«

د ۲۰۱۸م کال له اپریل میاشتي راهیسي، چي د یوولسو څارنوالانو دغه څانگه جوړه سوې ده، د دغه شان۷۰ پیښو په هکله يې پلټني کړي دي. د لوی څارنوال په حواله »زیاتره پیښې له دې کبله بې نتیجې پاته سوي دي چي نوموړي کسان د پناه غوښتني پروسې پر وخت، د آلمان د مهاجرت ادارې ته د ځان په هکله بل ډول معلومات ورکوي.«

په همدې ارتباط څه وخت مخکي د دوسلدورف په استیناف محکمه کي، ورته پیښه رامنځته سوه. یوه ۲۱ کلن افغان په اول سر کي دلیل راوړی وو، چي د طالبانو د یوه غړي په توگه يې د ۲۰۱۴م کال په جولای مياشت کي په کابل کي په یوه بمي برید کي لاس درلود.

په دغه بريد کي۱۱ افغان سرتیري ووژل سول. دغه کس بيا د اپریل پر ۲۵ مه آزاد کړل سو. خو د پناه غوښتني په پروسه کي بيا دغه کس پر خپلو خبرو پښیمانه سو او ويې ویل چي دا هر څه يې له دې کبله له ځانه جوړ کړي ول چي د مهاجر په توگه يې د قبليدو چانس ډیر سي. داسي ښکاري چي د هغه نژدې ملگرو، نوموړي ته په دې هکله مشوره ورکړې وي.

د رسنیو د رپوټونو په حواله، د جرمني د حقوقي نورمونو پر اساس، په داسي هیوادونو، لکه افغانستان کي په ترهگرۍ باندي تورن کسان په سختو جزا گانو، لکه شکنجه کولو او یا هم اعدام باندي گواښل کیږي. له همدې کبله هغوی نه اخراجیږي. خو دغه ډول مهاجرین بیا په آلمان کي د محکومیدو په صورت کي تر لسو کلونو بند له سزا سره مخامخ کیږي.

(Q.P/N.Z(KNA

زموږ له ارشيف څخه: