1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کورنیو د الحاق بندیز د جولای تر پایه وغځید

۱۳۹۶ بهمن ۱۲, پنجشنبه

دا د آلمان د کورني سیاست یوه شخړه ایزه موضوع ده چي څه وخت مهاجرين اجازه لري خپل د فامیل غړي دې هیواد ته راولي. اوس د آلمان پارلمان په دې هکله د مسيحي دیموکرات، سوسيال مسيحي او سوسيال ديموکرات ګوندونو یوه روغه جوړه ومنله.

https://p.dw.com/p/2rvTH
Bundestag Abstimmung Familiennachzug Merkel
انځور: picture-alliance/AP/M. Sohn

د محدود اقامت مستحقو مهاجرو د فامیلي الحاق بندیز تر مارچ وروسته هم د نورو څلور نیمو میاشتو له پاره تمدید سو. معنی دا چي هغوی نه سي کولای تر دغه وخته پوري خپل د فامیل غړي آلمان راوغواړي. د موقتي حل دغه روغه جوړه په پارلمان کي د اکثریت مسيحي دموکراتانو،سوسيال مسيحيانو او سوسيال ديموکراټانو په ۳۷۶ رایو سره تصویب سو. هغه ته د پارلمان ۲۴۸ وکیلانو مخالفي رايي ورکړې. د جولای د وروستۍ څخه به بیا نوی ممکنه لوی ائتلاف یوه نوې مقره رامنځ ته کړي چي پر اساس به یې د اگست میاشتي له پیل څخه د میاشتي تر ۱۰۰۰ تنو پوري د مهاجرو د کورنیو د غړو د راتگ زمینه برابره شي.

پر دغي شمیرې باندي اتحادي ګوندونو او سوسيال ديموکراتانو د ائتلاف پر سر د مقدماتي خبرو پر مهال لا موافقه کړې وه. د آلمان د کورنیو چارو وزیر توماس دیمیزېر په پارلمان کی د خپلو خبرو پر مهال په دې اړه وویل چي پر دې سربیره به په مشکلو او اسثنايي حالاتو کي بیا هم د کورنیو غړو ته د راتګ اجازه ورکړل شي چي هغه به بیا په قبوله سوې فیصدي کي هم نه محاسبه کیږي.

د مشکلو او استثنايی حالاتو د شرایطو د اسانیدو غوښتنه

د سوسيال ديموکراتانو سیاستمداري ایوا هیوگل، غوښتنه وکړه چي د مشکلو او استثنايی حالاتو شرایط باید په راتلونکي کي بل ډول تفسیر او اسانه سي ترڅو د اکثریت انسانانو سره د پخوا په ډول مرسته وسي.

د مشکلو او استثنايی حالاتو مقرره په اصل کي د ۲۰۱۶م کال د مارچ میاشتي څخه اعتبار لري خو هیڅ وخت عملي سوې نه ده. د پروسږ کال په ډیسمبر میاشت کي بیا د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چي د همدغي مقررې پر اساس په همدې کال کي په یوه وار ۹۶ انسانانو ته ویزې ورکول سوې دي. خو سوسيال ديموکراتان غواړي په دې مورد کي روغه جوړه په مجموع کي په سخاوتمندانه ډول سره رامنځته سي.

هیوگل وویل،: «دا زموږ گډه دنده ده چي د مشکلو او استثنايی حالاتو شرایط اسانه کړو چي پر اساس یې تر دغو ۹۶ تنو اضافه کسانو ته د راتگ زمینه  مساعده سي.»

سربیره پر دې باید دغه مقررات د ملگرو ملتونو د کوچنیانو د کنوانسیون د په نظر کي نیولو سره د کوچنیانو د هوسایني په مفهوم تفسیر سي. د فامیلي الحاق د ځنډیدلو سره په ځانګړي توګه هغه سوریايي مهاجرین مخامخ دي چي د داخلي جګړې او بشري دلایلو له کبله ورته فقط موقتي او محدود اقامت ورکول کیږي.

د ژنیو د کنوانسیون پر اساس د پناه ورکولو برخلاف هغوی د دې حق نه لري چي خپل د فامیل اصلي غړي لکه میړه یا ماندینه، نابالغه کوچنیان او والدین آلمان ته راوغواړي.

پداسي حال کي چي په پارلمان کي د مسيحي دموکراتانو، سوسيال مسيحيانو او سوسيال ديموکراتانو وکیلانو اوسنی سازش ته مثبته رایه ورکړه بیا د پارلمان نورو حزبونو هغه رد کړه.

چپيانو او زرغون ګوند پر دغي روغي جوړي باندي انتقاد وکړ

چپيانو او د زرغون ګوند غړو بیا د ائتلافي ګوندونو پر مسوده باندي انتقاد وکړ. د زرغون ګوند فراکسیون مشرې کاترین گویرینگ ایکارد، د مهاجرو د فامیلي الحاق  په موضوع کي پر سوسيال ديموکراتانو باندي د نامعلومه موقف نیولو تور ولگاوه. هغې په همدې دلیل د سوسيال ديموکراتانو د وکیلانو څخه وغوښتل چي د فامیلي الحاق د بندیز پر ضد رایي ورکړي.

د چپیانو فراکسیون مشر دیتمایر براچ، بیا دغه مقرره «مستبدانه، د اخلاقي لحاظه د سوال وړ او غیرانسانی وبلله». د دې برعکس بیا عوام پاله ښي اړخه د آلمان له پاره بدیل ګوند یا  AfD د دغي مقررې د کامل لغوه کیدو غوښتنه وکړه.