1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

د آلمان په شمال کې پر سرويس موټر په برید کې ډېر ټپیان دي

۱۳۹۷ تیر ۲۹, جمعه

د راپورونو له مخي د آلمان په شمال کي پر سرويس موټر باندي په دې برید کې ۸ کسان ټپیان شوي دي. ويل کيږي چې يو کس د بريد په شک نيول شوی دی.

https://p.dw.com/p/31pqr
Gewalttat in Linienbus in Lübeck
انځور: picture-alliance/dpa/TNN

د آلمان په شمال لیوبک ښار کې د جعمې په ورځ يو کس په سرويس موټر کې پر سپارلیو باندي د چړې يرغل کړی چې له امله یې لږ تر لږه ۸ کسان ټپیان شوي دي. د رسنیو په حواله پولیسو تائید کړې ده چې دوی د پیښې سیمې ته ډېر پوليس لیږلي دي.

د «لیوبیکر ناخریشتن» په نامه یوې آلمانۍ ورځپاڼې لیکلي دي چې د ټپیانو له ډلې څخه د درو تنو روغتیايي حالت د اندیښنې وړ دی او دا چې په پیښه کې تورن کس پولیسو نيولی دی.

د پیښې عیني شاهدانو یادې آلمانۍ ورځپاڼې ته ویلي دي چې د چړې دغه برید د کیوکنیتز په سیمه کې په سرويس موټر کي دننه پر سپارليو باندي شوی دی. دوی ويلي دي چې يو کس په دغه سرويس کې چاړه راويستله او پر سپارليو باندي يې يرغل پيل کړي، چي د سرويس چلونکي موټر ودراوه او دروازې يې خلاصي کړلې، څو سپارليان له سرويسه ووځي. بريد گر پر سرويس چلونکي هم يرغل کړی.

ويل سوي دي چې دغه کس چې نيول شوی دی، يو داسي د شا بسته يې غورځولې ده چې مړ دود ځني پورته کېدی او پوليسو په بسته کې بل اور وژلی دی.

د لوبيکر ناخريشتن رسنۍ په حواله نيول شوي کس ويلي دي چې ايرانی دی او نزدې ۳۵ کلن ښکاري.

د ليوبيک د څارنوالۍ وياندي اولا هينگست ويلي دي چې په حقيقت کې دغه شکمن کس د سرويس موټر سپارليو راگير کړی دی. دا چې دغه يرغل به ترهگري موخي لرلې که نه، هينگست ويلي دي: «هرڅه امکان لري».