1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهروسیه

د مسکو پروني خونړي برید نړیوال غبرګونونه را پارولي

۱۴۰۳ فروردین ۴, شنبه

د آلمان حکومت په مسکو کې حمله چې مسوولیت یې داعش ډلې منلی او لږ تر لږه ۱۱۵ کسان پکې وژل شوي، غندلې او د قربانيانو له کورنیو سره ېې غمشريکي ښوولې ده. د امریکا، چين، هندوستان په ګډون یو شمېر هېوادونو هم دغه حمله غندلې ده.

https://p.dw.com/p/4e3WI
Russland | Moskau 2024 | Schusswaffenangriff Konzertsaal Crocus City Hall
انځور: Yuri Smityuk/picture alliance/dpa/TASS

د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ د شنبې په سهار (د مارچ ۲۳مه) پر اکس شبکې (پخواني ټويټر) ليکلي: «موږ په مسکو کې د کنسرت پر بې ګناه نندارچیانو دغه وحشتناکه تروریستي حمله غندو. موږ د ټولو قربانیانو د کورنيو او ټولو هغو کسانو چې ټپیان شوي دي، په فکر کې یو.» 

د آلمان د بهرنيو چارو وزېرې انالينا بېربوک هم پر اکس ورته پیغام خپور کړی دی. د آلمان د اقتصاد وزیر هم پر دغې حملې د خفګان په ښودلو ليکلي چې «له مسکو څخه څومره وحشتناکه خبرونه» دي. هغه زیاته کړې چې «اړينه ده چې ډېر ژر شاليد مشخص شي.»

د آلمان خبري آژانس د رپوټ پر اساس،  په دغه حمله کې لږ تر لږه ۱۱۵ کسان وژل شوي چې ماشومان هم په کې دي. تر دې مخکې د مړو شمېر ۶۰ ښودل شوی وو، خو روسي چارواکو ویلي وو چې د لوړېدو امکان ېې شته.

ملګري ملتونه

ملګرو ملتونو سازمان او اروپايي اتحاديې هم د مسکو پرونۍ خونړۍ حمله غندلې ده. د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونيو ګوتریش ویاند، فرهان حق، په یوه اعلاميه کې ويلي چې ګوتريش دغه حمله «په ممکنه سختو شرایطو کې» غندلې ده... او خپل د خواخوږۍ ژور پیغام ېې د روسيې فدراسیون دردېدلو کورنیو، خلکو او حکومت سره شریک کړی دی.»

امریکا متحده ایالات

مسکو ويلي حمله کونکو تر تېښتې مخکې په هال کې سوځېدونکي مایع مواد شيندلي چې ورسره ېې د کنسرت هال ته اور اچول شوی دی
مسکو ويلي حمله کونکو تر تېښتې مخکې په هال کې سوځېدونکي مایع مواد شيندلي چې ورسره ېې د کنسرت هال ته اور اچول شوی دیانځور: Vyacheslav Prokofyev/picture alliance/dpa/TASS

سپينې ماڼۍ د مسکو حمله «وحشتناکه» بللې او په تړاو ېې د پېښې له قربانیانو سره غمرازي ښوولې او ويلي دي چې دوی د لا ډېرو معلوماتو د ترلاسه کولو په لټه کې دي. د ملي امنیت شورا ویاند، جان کربي، خبريالانو ته وويل: «زموږ فکرونه د دغې وحشتناکې وسلوالې حملې له قربانیانو سره دي.» ویاند زياته کړه چې د پېښې «انځورونه ډېر وحشتناک او کتل ېې ډېر سخت دي.» سپينې ماڼۍ دغه راز ويلي دي چې روسي چارواکو ته ېې روانه میاشت د «یوې تروریستي حملې له پلان» څخه خبرداری ورکړی وو چې په احتمال سره به په مسکو کې «لویه غونډه» پکې په نخښه شي.

چین

د چین دولتي رسنۍ رپوټ ورکړی چې ولسشمر، شي جین پنګ، د مسکو حمله په پوره «ځواک غندلې» او ولسشمر ولاديمير پوتین یې ته د تسلیت پيغام استولی دی.

د سینهوا خبري آژانس د رپوټ پر اساس، شي «ټینګار کړی چې چين د تروریزم د ټولو انواعو پر ضد دی او په پوره ځواک سره دغه تروریستي حمله غندي او له روسي کورنيو او حکومت څخه کلک ملاتړ کوي تر څو خپل ملي امنیت او ثبات حفظ کړي.»

اروپايي اتحادیه

اروپايي ټولنې ويلي دي چې د مسکو تروریستي حملې دغې اتحاديې ته «ټکان ورکړی او وحشت وهلې کړې ېې ده.» د دغې اتحادېې یو ویاند وويل: «اروپايي اتحادیه پر ملکیانو هر ډول حمله غندي. زموږ افکار له ټولو اغېزمن شوو روسي اتباعو سره دي.»

فرانسه، بریتانیا، ایتالیا او فرانسه

د بریتانیا خارجه وزير ديويډ کمرون، د فرانسې ولسمشر، امانویل ماکرون، د ايټاليا صدارعظمې، جورجیا میلوني هم د مسکو حمله غندلې ده. د فرانسې د ولسمشرۍ ماڼۍ، الیزې، په حواله، ولسمشر ماکرون «دغه ترويستي حمله چې مسئولیت ېې داعش ډلې منلی، په کلکه غندلی. فرانسویان د پېښې له قربانیانو او د روسيې له خلکو سره خپل پيوستون ښيي.»

د فرانسې خبري آژانس د رپوټ پر اساس هسپانيا، سوېډن، ترکيې، ايران، هندوستان، جاپان، افریقايي کمیسیون ټولنې، لیبیا او د فلسطین خودمختاره ادارې او وینزویلا هم په مسکو پر ملکیانو د جمعې ورځې خونړۍ ترویستي حمله غندلی دی. اوکراین چې له دوو کلونو راهیسې روسيې سره په جګړه کې بوخت دی ويلي دي چې «دغه برید» دوی پورې هېڅ تړاو نه لري.

د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتين د شنبې په ورځ د مارچ ۲۳مه، د مسکو د کروکوس پر تالار د تروریستي حملې په تړاو ولس ته وینا وکړه
د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتين د شنبې په ورځ د مارچ ۲۳مه، د مسکو د کروکوس پر تالار د تروریستي حملې په تړاو ولس ته وینا وکړهانځور: Kremlin.ru/REUTERS

د هندوستان ولسمشر، نریندرا مودي پر اکس شبکې د دغې حملې په غندلو، هغه «یوه فجیع تروریستي برید» بللې ده.

دغه حمله چې مسئولیت ېې داعش ډلې منلی د جمعې ورځې په ماښام د مسکو ښار په يوه څنډه کې د کرکوس په نوم د کنسرت پر یو هال شوی دی. رپوټونه وايي چې حمله کونکي د لسو په شاوخوا کې ول چې تر برید وروسته تښتېدلي دي. مسکو ويلي حمله کونکو تر تېښتې مخکې په هال کې سوځېدونکي مایع مواد شيندلي چې ورسره ېې د کنسرت هال ته اور اچول شوی دی.

آژانسونه/م.ک.ص./ا.خ.ح.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل