1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان ښارونه غواړي له موریا کمپ څخه پناه غوښتونکي ومني

۱۳۹۹ شهریور ۲۱, جمعه

د آلمان لسو ښارونو په یونان کې د موریا کمپ چې یوه لویه برخه یې سوځیدلې ده، د پناه غوښتونکو منلو ته چمتووالی ښوولی دی. د حکومت د اتحادي ګوندونو او سوسیال دیموکرات ګوند استازو هم د دې کار له پاره شدیدې هڅې پيل کړي دي.

https://p.dw.com/p/3iJxD
Griechenland Lesbos | Brand in Flüchtlingslager Moria | Asylsuchende
انځور: picture-alliance/dpa/K. Ntantamis

د آلمان د لسو لویو ښارونو مشرانو د دغه هیواد صدراعظمې انګلا میرکل او د کورنیو چارو وزیر هورست زیهوفر، ته په یوه ګډ لیک کې د موریا د مهاجرو له کمپ څخه د پناه غوښتونکو منلو ته امادګي ښودلې ده.

د آلماني رسنیو شبکې د رپوټ پر بنسټ په دې لیک کې له میرکل او زیهوفر څخه د دې کار عملي کیدو ته د لارې هوارولو غوښتنه شوې ده.

دغه لیک د آلمان د بیلیفلد، دوسلدورف، فرای بورګ، ګیسن، ګوټنګن، هانوور، کولن، کریفېلد، اولدنبورګ او پوسدم د ښاروالانو له خوا لاسلیک شوی دی.

دوی غواړي له خپل دې نوښت سره د هغو کسانو له پاره چې په اروپا کې د حفاظت په لټه کې دي، د انساني کرامت له مخې د استوګنې زمېنې په مساعدولو سره بشري مرسته وکړي.

خو د آلمان ښارونه او ایالتي حکومتونه د مرکزي حکومت له تائید پرته د مهاجرو د منلو اختیار نه لري. 

د ۴۰۰ کم عمرو له پاره د وتلو لار

په همدې منځ کې څو اروپایي هیوادونو د دغه تخریب شوي کمپ تر قانوني سن کم عمره پناه غوښتونکو ته د حفاظت ورکولو په اړه د یونان غوښتنه منلې ده. د فرانسې خبري آژانس د معلوماتو په اساس دلته خبره د شاوخوا ۴۰۰ انسانانو د ویش پر سر ده. د آلمان صدراعظمي په برلین کې د کُنراد ادیناور بنسټ په یوه غونډه کې وویل: «آلمان او فرانسه به په دې کې ونډه واخلي.»

سربیره پر دې آلمان به د موریا په کمپ کې د ارولګیدنې له امله اغیزمنو شویو کسانو ته د «نویو او بهتره سرپناه» برابرلو په برخه کې عاجله مرسته وکړي.

Griechenland Lesbos | Lager Moria nach den Bränden
تر اورلګیدنې وروسته د موریا کمپ وضعت انځور: Reuters/A. Konstantinidis

څو اوونۍ مخکې لا آلمان ۴۶۰ تنه بی سرپرسته او ناروغه ماشومان او د هغوی د کورنیو غړي د یونان له ټاپوګانو آلمان ته انتقال کړل.

د فرانسې ولسمشر امانوئل ماکرون کورسیکا ټاپو ته د خپل سفر پر مهال ویلي دي چې له انګلا میرکل سره به یوځای د دغو انسانانو د منلو له پاره یو اروپایي نوښت پلان کړي: «مونږ به هڅه وکړو چې ډير شمیر اروپایي هیوادونه دې ته تیار کړو چې پناه غوښتونکي ومني، په ځانګړي توګه قانوني سن ته نه رسیدلي پناه غوښتونکي.»

هالنډ د شاوخوا ۱۰۰ تنو پناه غوښتونکو د منلو خبره کړې ده. تر اوسه پورې د لومړي وزیر مارک روته حکومت له یونان څخه د مهاجرو د منلو سخت مخالف وو. اوس دریو ائتلافي شریکانو په دې برخه کې د دریځ د بدلولو غوښتنه کړې ده.

د بهرنیو چارو وزارت معینه انکي بروکرز- کنول، د دریځ تغیرول په دې ډول توجیه کوي چې په موریا کمپ کې اورلګیدنې وضعیت ته په ډراماتیک ډول بدلون ورکړی دی.

د چهارشنبې په شپه د موریا په کمپ کې په یو وخت کې په څو ځایونو کې اورلګیدنه رامنځته شوه چې له امله یي دغه کمپ په نږدې بشپړ ډول ویجاړ شو. دغه کمپ چې د نږدې ۳۰۰۰ کسانو د اوسیدو له پاره په جوړ شوی وو، تر ۱۲۰۰۰ ډیر انسانان په کې ځای پرځای شوي وو.

په زرګونو کسانو د موریا سوځیدلي کمپ په شاوخوا سړکونو کې شپې سبا کوي.

د لومړي ځل له پاره د یونان حکومت د اور اچولو خبره کړې ده چې د تخریبونکي شعلو یا لمبو سبب شو. د یونان د حکومت ویاند شټالیوز پتزاز وویل: «په [موریا کمپ] کې د کرونا د بندیزونو په غبرګون کې، اور د هغو کسانو له خوا لګول شوی چې د پناه غوښتنه یې کړې ده.» نوموړي زیاته کړه دلته خبره د هغو کسانو ده چې د خپل کوربه هیواد درناوی نه کوي.

دویچه ویله: ش.ن/ س. ر