1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان کابینې د افغانستان له پاره نوی ماموریت تصویب کړ

فرانس پرس، رویټرز/ عبدالباري حکیم۱۳۹۳ آبان ۲۸, چهارشنبه

د آلمان د حکومت کابینې پریکړه وکړه چې افغانستان ته د «پریکړن ملاتړ» تر نامه لاندې په نوي ماموریت کې چې په ۲۰۱۵ کال کې پیلیږي، یو څه زیات سرتيري وگماري. د هغوی جنگي ماموریت وروسته له ۱۳ کلونو پای ته رسیږي.

https://p.dw.com/p/1DpkJ
انځور: picture alliance/dpa

د ناټو تر مشرۍ لاندې د افغانستان د نوي پوځي روزنیز ماموریت له پاره د آلمان د حکومت کابینې د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۱۴ کال د نومبر ۱۹مه) خپله پریکړه صادره کړه. د ناټو د نورو غړو هیوادونو په څير آلمان هم خپل ټول جنگي سرتیري له افغانستان څخه وباسي او پر ځای یې خپل پوځي روزونکي هلته استوي. د ناټو تر مشرۍ لاندې د نړیوال امنیتي مرستندويه ځواک، ایساف جنگي ماموریت د ۲۰۱۴م کال د دسمبر په ۳۱ پای ته رسیږي. سر له نوي میلادي کال څخه له افغان لوري سره د موافقې سره سم «پریکړن ملاتړ» ماموریت پیلیږي.

له دې مخکې د آلمان حکومت په نوموړي ماموریت کې د ۶۰۰ څخه تر ۸۰۰ پورې عسکر په پام کې نیولي وو. خو د څرخي الوتکو په مرسته د ژغورنې او تخلیې چارو ته په کتو سره یو څه نور پوځي پرسونل ته اړتیا ده. په همدې وجه د آلمان په نوي پوځي ماموریت کې به تر ۸۵۰ پورې پوځيان د خدمت له پاره وگمارل شي. په اوسني وخت کې د افغانستان په شمال کې۱۵۰۰ آلماني سرتیري میشت دي. د آلمان پوځ به په راتلونکي کال کې هم په دغه سیمه کې د نړیوالو ځواکونو مخکښ نقش پر غاړه ولري. دغه نوی ماموریت به افغان امینتي ځواکونو ته په پوځي چارو کې د سلا مشورو تر څنگ د هغوی د منسوبینو رزولو ته هم پام واړوي.

په داسې حال کې چې دا «یو غیر جنگي ماموریت» دی، خو د آلمان کابینې فیصله وکړه چې که چیرې آلماني سرتیري په کومه نښته کې ښکیل شي او د دوی او یا د ناټو د نورو شریکانو امنیت له خطر سره مخامخ شي، دوی له ځان څخه د دفاع حق لري.

د ناټو تر مشرۍ لاندې د نړیوال امنیتي مرستندویه ځواک ایساف، اوس مهال په افغانستان کې ۳۴ زره سرتیري لري. په راتلونکو اوونیو کې د نړیوالو سرتیرو له وتلو سره به دغه شمیر تر ۱۲ زرو پورې کم کړای شي چې هغوی به هم یوازې په روزنیز ماموریت کې گډون ولري. په «پریکړن ملاتړ» کې امریکا متحده ایالاتو تر ۱۰ زرو سرتیرو پورې د ونډې اخیستو ژمنه کړې ده.

د کابینې پریکړه د پارلمان تصویب ته اړتیا لري

د آلمان د کابینې ننۍ پریکړه باید د دغه هیواد د فدرالي شورا یا «بوندستاگ» له خوا هم تصویب شي. په پام کې ده چې د دسمبر په میاشت کې د پارلمان غونډه دایره شي. د کابینې له پریکړې څخه مخکې د زرغون گوند یوه غړي تام کوینیگز، چې پخوا د افغانستان له پاره د ملگرو ملتونو ځانگړې استازی هم تیر شوی دی، وویل چې هغه به د دغه نوي ماموریت پرخلاف رایه ورکړي. وروسته له ۱۳ کلونو جنگي ماموریت څخه د طالبانو د نه ماتې خوړولو په هکله د یوې تبصرې په ترڅ کې کوینیگز د «دي وېلټ» په نامه آلمانۍ ورځپانې ته ویلي دي: «نور زیاتي کومه گټه نه کوي.»

د آلمان په پارلمان کې کیڼ اړخي گوند چې د اپوزیسیون په څوکۍ ناست دی، هم د کابینې په ننۍ پریکړه باندې نیوکه کړې ده. د دغه گوند سیاست وال یان وان اکین، د سه شنبې په ورځ ویلي دي: «که چیرې حکومت رښتیا هم د سولې په پروسه کې د ملکي وگړو او د بیا رغاونې په پروسه کې د ملاتړ له پاره جدي او رښتینی وای، نو ټول پوځيان باید ایستل شوي وای او پر ځای یې د ملکي وگړو له پاره مرستې زیاتې شوې وای.»

کابل سره مرستې له شرطونو سره تړلي دي

د کابینې پریکړه یوه ورځ وروسته له هغې وشوه چې د آلمان د پراختیايي چارو وزیر گېرد میولر کابل ته سفر وکړ. هغه د دغه سفر پر مهال له افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د اجرائیه چارو له رئیس عبدالله عبدالله سره ولیدل. د خبري رپوټونو له مخې میولر هغوی ته ویلي دي: «افغانستان په سختو وختو نو کی پر موږ حساب کولای شي. موږ لا تر اوسه د دې هیواد اعتمادي شریکان یو او اجازه به ورنه کړو چې دا هیواد بیرته په گډوډیو کې ډوب شي.»

د آلمان د ملاتړ له دوام سره سره، میولر ټینگار وکړ چې افغانستان باید د اختلاس پر ضد د مبارزې او د بشري حقونو په خوندي ساتنه کې کوټلي گامونه واخلي: «په راتلونکې کې به زموږ د مرستو یوه برخه اصلاحي اقداماتو پورې تړلي وي.»

آلمان له افغانستان سره په کال کې تر ۴۳۰ ملیون یورو پورې د مرستو ژمنه کړې ده چې له دې جملې څخه کابو ۲۵۰ ملیونه یې په مستقیمه توگه په نوموړي هیواد کې د بنسټيزو مواصلاتو په رغولو، ښوونې او روزنې او تشبثاتو کې لگول کيږي.