1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

د آلمان کابینې د افغانستان پوځي ماموریت تمدید کړ

۱۳۹۷ بهمن ۲۴, چهارشنبه

د آلمان کابینې د افغانستان په ګډون د آلماني پوځ څلور بهرني پوځي ماموریتونه تمدید کړل. په دې ترتیب به له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د احتمالي وتلو په صورت کې هم د آلمان پوځي ماموریت تر ټاکل شوې نیټې پر خپل حال پاتې شي.

https://p.dw.com/p/3DIHI
Afghanistan - Deutsche Bundeswehr im Einsatz
انځور: Imago/Est/Ost

د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د فبروري میاشتې په ۱۳ نیټه) د آلمان کابینې د افغانستان د ماموریت په ګډون د دې هیواد د پوځ یا «بوندیزویر» څلور بهرني ماموریتونه د راتلونکې یوه کال له پاره تمدید کړل.

له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د احتمالي وتلو په اړه پر رپوټونو سربیره، د آلمان حکومت پریکړه وکړه چې د ناټو په چوکاټ کې د آلماني پوځ د غوڅ ملاتړ ماموریت له کوم بدلون پرته د راتلونکې یوه کال له پاره تمدید کړي.

د کابینې د یادې غونډې په اجندا کې د آلمان د پوځ دریو نورو بهرنیو هغو پوځي ماموریتونو ته هم پام شوی چې د عامو خلکو له نظر څخه لیرې پاتې دي. د دې ماموریتونو په دله کې د مدیترانې په سمندرې کې «سي ګارډین» یا د سمندر ساتنې ماموریت، په جنوبي سوډان کې د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې د سولې ساتنې ماموریت (UNMISS) او د (UNAMID) په نامه په سوډان کې د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې د آلماني پوځیانو بل ماموریت شامل دي.

د دې له پاره چې یادې پریکړې عملي بڼه غوره کړي، د کابینې د غونډې تر تائید وروسته اوس د آلمان پارلمان یا بوندستاګ اړ دی چې دغه پریکړه تائید کړي.

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د غوڅ ملاتړ ماموریت اوس مهال افغان امنیتي ځواکونو ته سلا مشورې او روزنې ورکوي. اوس مهال شاوخوا ۱۲۰۰ آلماني سرتیري په افغانستان کې د ناټو په دې ماموریت کې په دندو ګمارل شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ماموریت له پاره د آلماني ځواکونو حد اکثر شمیر ۱۳۰۰ سرتیري ټاکل شوی دی.

د «سي ګارډین» یا د مدیتراني د خوندیتوب له پاره د ناټو بل پوځي ماموریت دنده لري چې د کښتیو او الوتکو له لارې د مدیترانې د سمندر څارنه او ساتنه وکړي. دغه ماموریت پر نورو دندو سربیره د ترهګرۍ ضد او سمندري امنیت د ټینګښت دندې په غاړه لري. اوس مهال په دې ماموریت کې د آلمان سمندري ځواکونو د «بون» په نامه کښتۍ ښکیله ده چې پکې ۱۸۰ سرتیري په دنده ګمارل شوي دي. د دې ماموریت له پاره د سرتیرو اکثر حد بیا ۶۵۰ تنه ټاکل شوی دی.

د سوډان په دارفور کې بیا د آلماني پوځ اصلي دندې د بشري او ملکي مرستو د امنیت ټینګښت دی. په دغه ماموریت کې اوس مهال د آلمان د پوځ ۵۰ تنه سرتیري په دنده بوخت دي.

په عین وخت کې په ۲۰۱۱م کال کې د جنوبي سوډان تر خپلواکۍ وروسته، ملګرو ملتونو د دې سیمې له پاره بل ماموریت هم پیل کړ. د ملګرو ملتونو دغه ماموریت په دې سیمه کې د سولې د لړۍ د ساتلو او د مکلیانو پر حفاظت تمرکز کوي. د دې ماموریت له پاره تر ۵۰ پورې آلماني پوځیان ګمارل شوي دي.