1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان کابینې د مهاجرو د اخراج د قانون پر سختېدو توافق وکړ

۱۳۹۸ فروردین ۲۸, چهارشنبه

د آلمان کابینې د «تنظیم شوي اخراج» په نامه د قانون پر یوې مسودې وروسته له هغې توافق وکړ چې په دې وروستیو کې د پناه غوښتونکو اخراجونه له ناکامۍ سره مخامخ شوي ول. په دې قانون کې د پناه غوښتونکو توقیف هم شامل دی.

https://p.dw.com/p/3GzPe
München Flughafen - Polizisten
انځور: picture-alliance/ZUMAPRESS/S. Babbar

د «تنظیم شوي اخراج» په نامه د اخراج قانون دغه نوې مسوده د آلمان د کورنیو چارو د وزیر هورست زیهوفر له لوري چمتو شوې ده. د آلمان کابینې وروسته له هغې چې په دې وروستیو کې د اخراج ګڼ شمیر پیښې له ناکامۍ سره مخامخ شوې، نن د قانون پر دغې مسودې توافق وکړ.

د قانون د یادې مسودې پر اساس په راتلونکې کې به هغه پناه غوښتونکو ته چې د اروپايي ټولنې په نورو غړو هیوادونو کې د «مهاجر» په توګه په رسمیت پیژندل شوی وي، د کمو مالي مرستو ورکول شامل دي.

د آلمان په پارلمان یا بوندیستاګ کې د مسيحي سوسیال او مسيحي ديموکرات محافظه کاره ګوندونو د فراکسیون مشر تورستن فرای په دې هکله وویل: «د دغو پناه غوښتونکو مالي امتیازات به د دوی د بیرته تګ یا په اصطلاح ټکټ پورې محدود شي.»

سربیره پر دې، د یاد قانون هدف دا دی، څو د رد شوو پناه غوښتونکو تر پلان شوي اخراج وړاندې، چارواکو ته د هغوی د توقیف امکانات هم پراخ شي. دا په دې معنی کله چې له اخراج څخه وړاندې د یوه پناه غوښتونکي د تیښتې خطر موجود وي، د دې امکان ولري چې نوموړی پناه غوښتونکی تر اخراج وړاندې د اړونده چارواکو له لوري ونیول شي.

اوسمهال په ټول آلمان کې پر ځانګړو شرایطو د برابرو بهرنیو اتباعو د توقیف یوازې ۴۹۰ مرکزونه موجود دي. د آلمان د کورنیو چارو وزیر هورست زیهوفر غواړي چې تر ۲۰۲۲م کاله پورې به د دې امکان موجود وي چې دغه شمیر پناه غوښتونکي د دې هیواد په عادي زندانونو کې هم وساتل شي.

Horst Seehofer
انځور: picture-alliance/dpa/K. Nietfeld

په دې هکله شرط دا دی چې دغه شمیر پناه غوښتونکي به په زندانونو کې له نورو زندانیانو جلا ساتل کیږي.

د آلمان د ښارونو او ناحیو د اتحادیې مشر ګیرد لندسبرګ ویلي دي چې په تیر میلادي کال کې ۱۸۰ زره هغه پناه غوښتونکي چې آلمان ته داخل شوي دي، له دې ډلې څخه له ۴۰ سلنه کمو یې د دوهمې درجې حفاظت ترلاسه کړی دی.

نوموړي شکایت کړی دی چې پر ښکاره حقوقي قواعدو سربیره، ډیر لږ هغه کسان چې باید آلمان ترک کړي، بیرته خپلو اصلي هیوادونو ته استول کیږي.

د کابینې له لوري پر دغه اقدام د حکومت د اپوزیسیون سربیره، د مهاجرو او پناه غوښتونکو ملاتړ سازمان پرو ازول سخت انتقاد کړی دی. د دې سازمان اجرائیه مدیر ګونتر بورکهارت وویل چې د قانون د دې مسودې هدف د «حقونو تر پښو لاندې کول»، د لا ډیر پناه غوښتونکو نیول او دوی ته د ټولنیزو مرستو «سوسیال» د امتیازاتو کمښت دی.

DPA, EPD, AFP – KH.NZ

زموږ له آرشیف څخه: