1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اخراج شوي افغان مهاجر ځان وژنه او پر زيهوفر فشارونه

۱۳۹۷ تیر ۲۱, پنجشنبه

د آلمان د کورنيو چارو وزير هورست زيهوفر په کابل کې د يوه اخراج شوي افغان مهاجر د ځان وژنې په تړاو پر ځان لګيدلي تورنه رد کړل. زيهوفر مخکې ويلي ول چې ۶۹ افغان مهاجر د ده د ۶۹مې کليزې په ورځ اخراج شوي دي.

https://p.dw.com/p/31K98
Österreich Innsbruck - EU-Innenminister | Horst Seehofer, Deutschland
هورست زيهوفرانځور: DW/B. Riegert

د ۲۳ کلن اخراج شوي افغان مهاجر مړی کابل ته د هغه تر اخراجيدو لږ وروسته ومومندل شو. په کابل کي چارواکو ويلي دي چې دغه افغان مهاجر اته کاله په آلمان کې ژوند کړی وو.

هغه يو له هغو ۶۹ افغان مهاجرو له ډلې څخه وو چې تيره اوونۍ له آلمان څخه د دغه هيواد د کورنيو چارو وزير هورست زيهوفر د زيږيدنې د ۶۹مې کليزي په ورځ کابل ته اخراج شوی وو. دغه کسان په ډليزه توګه په يوه الوتکه کې اخراج شوي ول.

زيهوفر دغه خبره چې د خپلې ۶۹مې کليزې په ورځ يې ۶۹ افغانان اخراج کړي دي؛ د يوه خبري کنفرانس پر مهال وکړه تر څو يې د شواهدو په توګه ښودلي وي چې هغه په ريښتيا د اخراج لړۍ چټکول غواړي. خو کله چې په کابل کې د اخراج شوي افغانانو څخه د يوه د ځان وژنې خبر خپور شو، د زيهوفر مخالفانو د هغه د استعفا غوښتونکي شول.

د آلمان د آزاد ديموکرات ګوند د سوداګرۍ د چارو قانون جوړونکې ګايده ینسین يوه له هغو سياستوالو څخه وه چې د زيهوفر پر خبرو يې سختې نيوکې کړي دي. ينسن چې د پارلمان د بشري حقونو د کميټې مشره هم ده، په اړه يې په خپل يوه بيان کې ويلي دي: «هر څوک چې د خپلې ۶۹ کلنۍ کليزه د لمانځلو په مناسبت ۶۹ مهاجر اخراجوي يو غلط کار دی.»

«له آلمان څخه يوه اخراج شوي افغان مهاجر په کابل کې ځان وژلی»

د پناه غوښتونکو له پاره د زيهوفر ۶۳ مادييز جنجالي ماستر پلان

د زيهوفر خواشيني

خو زيهوفر د چهارشنبې په ورځ د اتريش په اينسبروک کې له خپلو ايټالوي او اتريشي سيالانو سره د مهاجرت پر موضوع په يوه جوړه شوې غونډه کې په دې اړه له خپل ځانه دفاع وکړه.

Österreich Innsbruck - EU-Innenminister | Matteo Salvini, Italien & Horst Seehofer, Deutschland
 زيهوفر: د اخراج «ټوله پروسه ډيره خواشينې کوونکې ده.»انځور: DW/B. Riegert

زيهوفر د اخراج شوي افغان په اړه چې به کابل کې يې ځان وژنه کړې ده، وويل چې هغه د آلمان د هامبورک ښار چارواکو له خوا د اخراجيانو په لیست کې راوستل شوی وو.

 زيهوفر په دې اړه وويل: «ټوله پروسه ډيره خواشينې کوونکې ده.»

 زيهوفر وويل: «تاسو بايد د هامبورګ له چارواکو وپوښتۍ چې ولې هغوې د هغه [افغان چې ځان وژنه يې کړې] په اړه پريکړه کړې وه.» هغه د خپلې زوګړې ورځې په اړه له تبصرې کولو څخه ډډه وکړه او زياته يې کړه چې په دې اړه که هر څه وويل شي «غلطه اخيستنه» به ترې وشي.

د استعفا غوښتنه

 کله چې له هغه څخه د هغه د استعفا دغوښتنې په اړه وپوښتل شول، زيهوفر وويل: «زه په دې اړه د ويلو هيڅ نه لرم.»

هغه زياته کړه چې د آلمان د کورنيو چارو وزارت نه، بلکي د هامبورک ايالت دولتي چارواکو دا تصميم نيولی وو تر څو هغه کس اخراج کړي چې د غلا مرتکب، د بدني زيان رسولو هڅې يې کړي وې، د چارواکو سره يې مقاومت ښودلی او د مخدره موادو سره د مبارزې قانون يې نقض کړی وو.

د رپوټونو پر اساس په اتريش کې د چهارشنبې په ورځ په ناسته کې زيهوفر خپل ايټالوي سيال ته وړانديز کړی وو چې د جولاي مياشتې له پايه به د اخراجونو لړۍ پيلوو، خو متيو سيليوني ورسره چندان علاقمندي نه ده ښودلې. سيليوني ويلي دي چې په انفرادي ډول اخراجونو څخه د مخه بايد د اروپايي اتحاديې د بهرنيو سرحدونو پر کلکولو تمرکز وشي.

د آلمان د کورنيو چارو وزير هورست زيهوفر د آلمان د بايرن ايالت د مسيحي سوسيال اتحاد (سي اس يو) ګوند مشر دی. د هغه ګوند په عين وخت کې د صدراعظمې انګلا ميرکل د مسيحي ديموکرات ګوند (سي دي يو) اتحادي ګوند هم ياديږي. دغه دوه ګوندونه او ورسره سوسيال ديموکرات ګوند د آلمان د اوسنۍ ائتلافي حکومت درې شريکان دي.

له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل