1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اروپا اتحادیه د پایپلاین سوری کیدل سبوتاژ بولي

۱۴۰۱ مهر ۶, چهارشنبه

د اروپايي اتحادیې کمیساره، اورزولا فون دیرلاین په شرقي بحیره کي د روسیې څخه جرمني ته راغلی د نورد ستریم ۱ او ۲ پایپلاینونو سوري کیدل یو سبوتاژ بولي.

https://p.dw.com/p/4HS1N
Nord Stream 2
انځور: Jens Büttner/dpa/picture alliance

فون دیرلاین د کمیسارۍ په انلایني خدماتي شبکه کي لیکلي دي چي هغې د «سبوتاژ ددغه عمل» په باب د ډنمارک د صدراعظمي، ميټه فرېدریکسن سره خبري کړي دي. په دې خاطر یې په خبره دا اوس ډیر اهمیت لري چي دغه واقعه کاملأ وپلټل سي، تر څو د هغه د پيښیدو او دلایلو په هکله یې «پوره وضاحت» حاصل سي. له دوشنبې ورځي راهیسي د دغه پایپلاینونو له درو نقطو څخه ګاز راوزي.