د اروپا د اورګاډو تر ټولو ښايسته لس تمځایونه
په اروپا کې د اورګاډي سفر نه یوازې چټک او هوسا وي، بلکه مسافر کولی شي هیرانوونکي تاریخي او عصري تمځایونه هم وویني. د اورګاډي لس داسې ښایسته تمځایونه دلته لیدلی شئ.
په بلجیم کې د انتوریب تمځای
که تاسو په اورګاډي کې د انتوريب ښار ته رسيږۍ نو هرو مرو يې د اورګاډي مرکزي تمځاي ستاسو پام ځان راړوي. دغه ستر تمځای د انتوريب ښار يو له مشهورو او زړه راښکونکو سیمو څخه شميرل کيږي.
په بلجیم کې له فولاد او ښيښو څخه جوړ د لیژ ګیما تمځای
د بلجيم په دغه ښکلي تمځای کې هره ورځ ۵۰۰ اورګاډي دريږي. دا له ښار څخه لږ بهر جوړ شوی او د اروپا د چټک سرعت لرونکو اورګاډو د نښلولو د يو مهم مرکز حيثیت لري. د لیژ ګیما تمځای طراح هسپانوي مشهور انجنير سنتياګو کلاتراوا دی.
د امستردام د اورګاډو مرکزي تمځای
د هالند د امستردام مرکزي تمځای هم د اروپا يو د مشهورو او ښايسته و تمځایونو له ډلې څخه شميرل کيږي. د دغه تمځای يوه ځانګړتيا دا ده چې په درو مصنوعي جزيرو کې رغول شوی. دغه تمځای د لرګيو په ۸۶۸۷ ستنو باندې ټينګ شوی دی.
پاريس کې د ګاغ دېلیون تمځای
ښايي د فرانسې د پاريس ښار «ګاغ دېليون» تمځای د نړۍ تر ټولو ښايسته تمځای وي چې یو مشهوره رستورانت هم لري. دغه ودانۍ که څه هم له بهر څخه هم ډیره ښایسته ده، خو دا چې سړی ورته دننه شي نو ډیر ښکلي جوړښتونه ویني. په دې تمځای کې یو ډیر مشهور رستورانت هم جوړ شوی.
د هيلسنکي تمځای
د هيلسینکي د اورګاډي تمځای په تلويزيوني پروګرامونو کې هم ډير مشهور دی. د دې تمځای په لويه دروازه کې څلور مجسمې ولاړې دي. د هيلسينکي تمځای طرح د ايليل سارينين، له خوا جوړه شوې چې د رغولو چارې يې په ۱۹۱۹م کال کې پاې ته ورسیدې.
په لندن کې د سنت پنکراس تمځای
د لندن ښار د سنت پنکراس د اورګاډي په تمځای کې ډير شمير دوکانونه او مغازې جوړي دي او تل په کې د مساپرو ګڼه ګوڼه وي. دغه تمځای په اصل کې د نړيوالو اورګاډو د شبکې يو نښلونکی مرکز دي. د هري پوتر د فلم ځينې صحنې هم په دغه تمځای کې ثبت شوې دي.
د آلمان د لایپزیک تمځای
د آلمان د لایپزیک ښار د اورګاډي تمځای په اروپا تر ټولو لوی دی. دغه ځای چې ۲۳ ليکې لري، په شاوخوا ۸۰ زره متره مربع ځمکه کې رغول شوی دی. په دغه ځای کې له ۱۴۰ ډيرې مغازې، رستورانټونه او نورې خدماتې څانګې هم شتون لري. دلته د یکشبنې په ورځ هم ډیرې مغازې پرانیستې وي.
د هنګري د بوداپست تمځای
په بوداپست کې ډیرې حیرانوونکې ودانۍ شته چې د هغو له ډلې څخه يوه يې هم د کيلاتي تمځای (د بوداپست د اورګاډو ختيځ تمځای) دی. دغه ځای په ۱۸۸۴ کال کې پرانيستل شوی چې هغه مهال دا د اروپا په کچه د اورګاډو تر ټولو عصري تمځای وو.
د مادريد تمځای
د هسپانيا د پلازمينې مادريد ښار د اورګاډو اتوچا تمځای د دغه ښار له دوو سترو تمخایونو څخه یو دی. د اتوچا ودانۍ د ۱۸۸۸ او ۱۸۹۲ کلونو تر منځ د «نوي هنر» په بڼه رغول شوې ده. دا د مسافرو او سيلانيانو له پاره د خوښې له ځایونونو څخه ګنل کيږي. په دغه ځای کې يو بڼ هم شته چې د نباتاتو ۷۰۰۰ بوټي په کې کرل شوي دي.
د پرتګال د لیزبون تمځای
د اورګاډي يو ښايسته تمځای باید هرو مرو ډير لوی نه وي. د پرتګال پلازمينه د ليزبون ښار په زړه کې د «ليزبون روسيو تمځای» دغه شان يوه ښه بيلګه ده. دغه تمځای د «نوی مانئولین » په ډيزاين رغول شوې او په کال ۱۸۹۰ کې پرانیستل شوی ده.