1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اروپا د محکمې پريکړه د پناه غوښتونکو له پاره څه معنا لري؟

۱۳۹۸ فروردین ۱, پنجشنبه

د اروپا محکمې په دې وروستيو کې پريکړه کړې ده چې د یوه هيواد د ټولنیز سیستم په برخه کې نيمگړتياوې د دې لامل نه شي کیدای چې هغه ته دې پناه غوښتونکي اخراج نه شي. خو دا پريکړې د پناه غوښتونکو له پاره څه معنا لري؟

https://p.dw.com/p/3FR9W
Flüchtlingslager Moria auf Lesbos, Griechenland
انځور: AFP/Getty Images/A. Pazianou

د اروپا محکمې (EuGH) په پريکړه کي راغلي دي:

·   د اروپايي ټولنې د يوه غړي هیواد د مرستو کمښت د دې لامل نه شي کیدای چې هغه ته دې پناه غوښتونکي اخراج نه شي.

·   یوازې په افراطي پیښو کې استثناګانې په پام کې نیول شوي دي چې په ترڅ کې یې یو کس له خپلو ډیرو لومړنیو اړتیاو لکه خوراک، سرپناه او اوبو څخه محرومه شي.

·   دا په دې برخه کې صدق نه کوي چې پناه غوښتونکی وغواړي د آلمان د ټولنیز ژوند د معیار غوښتونکی وي.

·   قاضیانو په ډاګه کړې ده چې د اروپايي ټولنې د پناه غوښتنې سیستم د متقابل اعتبار پر بنسټ رامنځ ته شوی دی او د دې ټولني غړي هیوادونه باید بشري حقونو ته په درناوي پریکړې وکړي.

·   قاضیانو دا هم ويلي دي چې که یو پناه غوښتونکی د اروپايي ټولنې په یوه بل غړي هیواد کې محافظت ولري نو د پناه غوښتنه یې ردیدای شي.

د اروپا محکمې په پريکړه کې دا په واضح توگه ويل شوي دي چې په دويم هيواد کې د پناه غوښتونکي سره که چيرې د غير انساني چلن گواښ متوجې وي نو ادارې او محکمې بايد ډېره دقيقه ارزونه ترسره کړي.

د «غير انساني چلن او توهينونکي برخورد» څخه مقصد څه دی؟

د اروپا محکمې د پريکړې پر اساس پناه غوښتونکي يوازې په هغه صورت کې يوه دويم اروپايي هيواد ته اخرجيدلای شي کله چې د دې ډاډ موجود وي چې هلته د هغوي «اساسي اړتياوې» پوره کيدلای شي. په دې کې په ځانگړي توگه خوراک او د شخصي نظافت امکانات، يوه سرپناه او همدا راز د بدني او رواني روغتيا لازمې آسانتياوې شاملي دي.

په هغه صورت کې د اخراج اجازه نه شته چي «يو کس چې تکيه يې په بشپړ ډول پر ټولنيز ملاتړ وي او له خپلي غوښتني او شخصي پريکړي پرته سخته مادي اړتيا ولري.

آيا د دوبلن-III-تړون به تغير وکړي؟

نه، ښايي نه. د ۲۰۱۳م کال د جون مياشتي د ۲۶ نيټې د دوبلن-III-تړون يو لانجمن تړون دی. په ځانگړي توگه يوه قاعده مقاومت کوي: هغه دا چې د يوه پناه غوښتونکي له پاره په لومړي سر کې هماغه هيواد مسئوليت لري چې لومړی ور داخل شوی وي. خو ډيري پناه غوښتونکي له دې مقررې څخه سرغړونه کوي او په يوه شتمن هيواد د بېلگې په توگه لکه آلمان کې د پناه غوښتنه کوي. د پناه غوښتونکو دليل دا وي چې په هغه هيواد کې چې د دوی له پاره مسئوليت لري، د ژوند شرايط خراب دي.

Luxemburg Europäischer Gerichtshof
په لوگزامبورک کې د اروپا محکمهانځور: picture-alliance/dpa/G. Vanden Wijngaert

خبره د کومو ځانگړو مواردو په اړه ده؟

يو مثال یې د گامبيا د يوه پناه غوښتونکي قضيه ده چې لومړی يې په ايټاليا او وروسته په آلمان کې د پناه غوښتنليک وړاندي کړی وو. کله چې هغه بايد له آلمان څخه بيرته ايتاليا ته استول شوی وای، نو د خپل اخراج پرضد يې حقوقي دعوا وکړه. پر دې سربيره د ډيرو بې تابيعته فلسطنيانو قضیې وې چې له سوریې څخه راغلي ول او یو چيچنی روسی چي په بلغاريا او پولند کي ورته نړيوال حفاظت ورکړل شوی وو. دغو کسانو هم په آلمان کې د پناه غوښتنه کړې وه او کله چې دغه غوښتنه رد شوه نو پرضد یې دعوا وکړه. د آلمان محکمې به اوس د اروپا د محکمې د پريکړې په رڼا کې دغه قضیې فيصله کوي.

آيا د پناه غوښتونکو اخراج به آسان شي؟

د دې پوښتنې په ځواب کې د بشري حقونو د سازمان «پرو ازول» د حقوقي برخې مسولې بلندا بارتولوچي وويل: « نه ! د اروپا محکمې پر اړوندو ادارو او محکمو يوه بل مکلفيت هم ور اضافه کړی دی.» د هغې په خبره د اروپايي ټولني غړي هيوادونو ادارې او محکمې اوس تر پخوان ډيري مکلفي دي چې د منل شوو پناه غوښتونکو فردي وضعيت په پام کي ونيسي. د هغې په خبره دا لا روښانه نه ده چې دغه حکم به د اروپايي ټولني په دننه کې د مهاجرو بيرته لېږل ډير کړي که نه. خو که د هر پناه غوښتنکی په اړه جلا جلا بررسي وشي نو د بيرته لېږلو پروسه به ئې ځنډنۍ وي.

څومره انسانان له دې پريکړې اغیزمن شوي دي؟

د آلمان د مهاجرت او کډوالو چارو فدرالي ادارې (BAMF) په حواله آلمان ۲۰۱۸ م کال کې د اروپايي ټولني نورو غړو هيوادونو ته ټول ټال ۶۴۲۷۵ قضیې د ارزونې له پاره لېږلي دي. برعکس بيا نورو هېوادونو له آلمان څخه غوښتل ول چې ۲۴۳۳۳ پناه غوښتونکي واخلي.

Deutschland Grenzkontrolle - Registierung
د دوبلن تړون وايي پناه غوښتونکي چې لومړی کوم هېواد ته داخل شوي وي، هم هلته بايد وليږدول شيانځور: picture-alliance/dpa/O. Berg

آيا آلمان په راتلونکي کې زيات مهاجر مني؟

د دې امکان ډېر دی چې اوس په نورو هېوادونو کې ثبت شوي مهاجر په آلمان کې هم د دوهم اقامت چانس ترلاسه کړي، ځکه چي هغوی کولای شي چي استدلال وکړي چي په نورو هيوادونو کې له غير انساني وضعيت سره مخامخيدلای شي. خو آلمان په ماضي کې نسبتاً د کمو پناه غوښتونکو قضیې نورو اروپايي هېوادونو ته ورکړې دي.

د «پرو ازول» ټولنه له همدې کبله دا د بيوروکراسۍ يوه داسې لوبه بولي چې هيڅ نتيجه نه ورکوي. د دغه ټولنې د معلوماتو پر اساس: په ۲۰۱۷ م کال کې ۷۱۰۲ پناه غوښتونکي له آلمان څخه نورو اروپايي هېوادونو ته لېږل شوي دي. برعکس بيا د ۸۷۵۴ پناه غوښتې قضیې له نورو اروپايي هېوادونو څخه آلمان ته انتقال شوې چې زياتره یې له فرانسې، هالند او يونان څخه وې.

که څه هم چې آلمان د پناه غوښتونکو په اړه د ارزونې دوه برابر زيات غوښتليکونه نورو هېوادونه ته ورکړي دي خو په ۲۰۱۷م کال کې يې د اخراجولو په پرتله ډېر پناه غوښتونکي منلي دي.

Jan David Walter (B.S/N.Z)