1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهاروپا

«د اروپا پارلمان مرستيالې په پيسو ډکې بوجۍ او بکسونه لرل»

۱۴۰۱ آذر ۲۰, یکشنبه

د رسنيو د راپورونو له مخې د اروپايي اتحاديې د پارلمان له يونانۍ مرستيالې سره په بانکنوټونو ډکې بوجۍ نيول شوي دي. آيا د اداري فساد دغه رسوايي چې ښايي قطر پکې ښکېل وي، نوره هم پسې غځيږي؟

https://p.dw.com/p/4KmvT
Eva Kaili
انځور: Eric Vidal/AFP

د اداري فساد په تور نيول شوې د اروپا د پارلمان مرستياله مشره، ايوا کايلي، بې صلاحيته کيږي. دغه ۴۴ کلنه يونانۍ سمدلاسه ټول صلاحيتونه، اعتبار او دندې له لاسه ورکوي. دغه امر د پارلمان وياندې، روبرتا مېتسولا د يوې بلې وياندې په حواله ورکړی دی.

د کايلي د رسمي ګوښه کولو پرېکړه په پای کې يوازې پخپله پارلمان کولی شي. د پارلمان ويانده مېتسولا په دې سره د بلجيم د عدليې څانګې پلټنو ته غبرګون ښيي چې د شکمن اداري فساد، اختلاس، د پيسو سپينولو او د قطر له خوا د شکمن اغېز په سر پيل شوې دي. قطر دا مهال د فوټبال د نړيوالو اتلوليو کوربه هېواد دی.د اروپا پارلمان مرستیاله نیول سوې ده

د جمعې په ورځ د دغې قضيې له کبله ۱۶ تلاشۍ شوي او پنځه تنه نيول شوي چې کايلي ورڅخه يوه ده. د تلويزيون دغه پخوانۍ ويانده د اروپا د پارلمان يوه له ۱۴ مرستيالو رئيسانو څخه ده. هغه د پاسوک ګوند په استازيتوب په پارلمان کې ناسته وه چې په سوسيال ډموکرات فراکسيون پورې اړه لري.

د »لېکو« ورځپاڼې په حواله پلټونکو په بروکسل کې د کايلي په آپارتمان کې په پيسو ډک بکسونه او بوجۍ موندلي دي. د لويې څارنوالۍ د حوالو له مخې په دغو تلاشیو کې ۶۰۰ زره يورو نغدې پيسې او موبايلونه ضبط شوي دي. په دغه يکشنبه يا اتوار ورځ به د بلجيم عدليه په دې پرېکړه کوي چې آيا پنځه تنه موقتاً نيول شوي شکمن کسان په زندان کې پاتې کيږي او که نه. د اداري فساد دغه قضيه ښايي د ولس د استازو او کارپوهانو په خبره لا پسې پراخه شي.

د آلمان خبري آژانس په حواله د نيول شوو کسانو په ډله کې د کايلي د ژوند ملګری هم راځي چې په پارلمان کې د سياسي سلاکار په صفت کار کوي. د څارنوالۍ د څرګندونو له مخې د اروپا د پارلمان يو پخوانی استازی هم نيول شوی او د ايټالوي خبري آژانس آنسا په خبره د هغه مېرمن او لور هم ورسره نيول شوې دي. د کايلي په استثنا چې يونانۍ ده، نور ټول شکمن کسان د ايټاليې تابعيت لري.

آ./ن.ص./خ.ح.