1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اروپا پر وارداتو د امریکا د ګمرکي تعرفو وضع کیدل پیل شول

۱۳۹۷ خرداد ۱۱, جمعه

د آلمان د مالیې وزیر ویلي دي چې د واشنګټن پریکړه «ناسمه او زما له نظره د نړیوالو قوانینو خلاف ده». بروکسل ژمنه کړې ده چې پر امریکایي محصولاتو باندي مالیه وضع کړي.

https://p.dw.com/p/2ymiX
Deutschland Stahlarbeiter
انځور: picture-alliance/dpa/J. Stratenschulte

د جمعې په ورځ امریکا متحدو ایالاتو ته له اروپايي ټولنې او کاناډا څخه د فولادو او المونیم پر وارداتو باندې نوي ګمرکي تعرفې وضع شوي. تر دې وروسته به نو امریکا متحدو ایالاتو ته له دې هیوادونو څخه د فولادو پر وارداتو ۲۵ سلنه او پر المونیم ۱۰ سلنه تعرفه وضع کيږي.

په اروپا کې چارواکو د ولسمشر دونالد ترمپ، پر پریکړي باندې نیوکې کړې دي. ترمپ له دې سره پر خپلو تر ټولو نزدې سوداګریزو شریکانو باندي ګمرکي محصولات وضع کړي دي. ډیرو هیوادونو ویلي دي چې هغوی به هم د امریکا پر ضد په ورته اقداماتو لاس پوري کړي.

چارواکو څه وویل:

  • د آلمان د مالیې وزیر اولاف شولڅ، د واشنګټن پر پریکړې نیوکه وکړه او ویې ویل: «دا یو اړخیزه پریکړه ناسمه، او زما له نظره د نړیوالو قوانیو خلاف ده.»
  • د فرانسې د مالیې وزیر برونو لي مایري، هم د دې پریکړې د عواقبو په اړه ګواښ وکړ او ویې ویل: «دا په بشپړه توګه په امریکایي چارواکو پوري اړه لري چې ایا هغوی غواړي چې له خپل تر ټولو لوی متحد اروپا سره په یوه سوداګري جګړې کې ښکیل شي.»
  • د کانادا لومړي وزیر جستن ترودو، دغه پریکړه به عین غبرګونونه رامنځ ته کړي چې باید هم همدا شان وي.
  • د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د دویمې نړیوالې جګړې مخکې دورې ته اشاره وکړه او ویې ویل: «اقتصادي نشنلیزم په جګړې تمامیږي. دا هغه څه وه چې په ۱۹۳۰ کلونو کې پیښ شول.»

کمرګي تعرفې څه دي: د سوداګرۍ نړیوال سازمان وایي چې د دولت له خوا پر وارداتي موادو باندې ګمرکي محصولات تعرفې دي. له دې سره ځايي تولید شوي محصولات تر وارداتي په بازار کې ارزانه وي چې له کبله یې په هیوادونو کې دننه صنعت پر مختګ کوي.

اروپايي ټولنه به څه وکړي: بروکسل هم ژمنه کړې ده چې پر امریکایي محصولاتو باندې لوړي ګمرکي تعرفې وضع کړي. اروپايي ټولنه به په دې اړه وروسته یو پلان اعلان کړي.

تر دې وروسته به څه وشي: اروپايي ټولنې، کانادا او مکسیکو ویلي دي چې هغوی به دغه قضیه د سوداګري نړیوال سازمان ته یوسي او هلته به یې په اړه پریکړه وشي.

ms/nz (Reuters, AP)