1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اروپا پر پارلمان باندي د ځوانانو اغېز

۱۳۹۸ خرداد ۳, جمعه

د بریکزیټ، اقلیم ساتني او د شخصي احوال ساتني په موضوع کي ځوانانو په ټوله اروپا کي د خپلو حقوقو په خاطر د سیاست توجه ځانته راواړوله.

https://p.dw.com/p/3J14E
Deutschland EU-Gipfel 60 Jahre- EU-Unterstützer in Berlin
انځور: picture-alliance/dpa/S. Stein

ځواني سویډنۍ گریتا تونبیرگ د همدې کال په اپریل مياشت کي د اروپا پارلمان د وکیلانو له پاره دغه ښکاره الفاظ استعمال کړي وه: «په دغو انتخاباتو کي تاسي د بشریت د ژوندانه د شرایطو په باب تصمیم نیسئ.» د اقلیم ساتني پخاطر ددې د مکتب له اعتصاب څخه په ټوله دنیا کي په سل هاوو زره ځوانانو الهام واخیست.

که څه هم دا په ۱۶ کلنۍ کي اوس نه سي کولای د اروپا پارلمان له پاره رایه ورکړي، خو ددې د مفکورې ډیری ملگري کولای سي د اول وار له پاره رايي ورکړي. د هغوی تعداد چي ۲۸ ملیونو ته رسیږي اوس نو ددې امکانات لري، چي د اروپا سیاست ته په خپلي رايی سره تغیر ورکړي.

په ۴۰۰ ميلیونو مستحقو کسانو سره د اروپا پارلمان انتخابات تر هندوستان وروسته د نړی دوهم لوی دیموکراتیک انتخابات دي. دهم دغو انتخاباتو ترمخه ډیرو ځوان اروپایانو د خپلو غوښتنو پخاطر په مظاهرو لاس پوري کړی دی. د مثال په ډول په جرمني کي هغوی د اروپايي ټولني د کاپي رایت د نوو مقرراتو "Upload-Filter" پر ضد احتجاجونه کوي او په بریتانیا کي بیا د اروپايي ټولني څخه ددغه هیواد د پلان سوي وتلو پرضد اعتراضونه کوي.

خو ځوانان په خپلو رایو سره د اروپا پر پارلمان څه ډول اغېز لري؟ پارلمان چي هر پنځه کاله وروسته بیا انتخابیږي، هغه سکان چي سږ کال (۲۰۱۹م کال) په اول وار خپله رايه ورکوي له ۱۸ تر ۲۲ کلونو پوري دي.

Deutschland RWE Hauptversammlung in Essen Fridays-for-Future-Proteste
انځور: picture-alliance/dpa/R. Weihrauch

د دویچه ویله د ارقامو ارزیابي ښيي، چي د اروپا پارلمان په انتخاباتو کي د اول وار رايی ورکوونکي د پنځه څخه تر ۸ فیصده پوري دي. د ۳۰ کلنۍ څخه کمو کسانو سره یوځای د اروپا ځوانان مجموعأ د ټولو رايه ورکونکو پنځمه برخه ده.

خو هغوی معمولاً لټان وي او په انتخاباتو کي لږ گډون کوي. مگر که اوس دوی واقعاً خپلي رايي وکاروي، نو کولای سي د اروپا پر پارلمان باندي ډیر تاثیر وکړي او ډیري چوکۍ په لاس راوړي.دا به بیا د اروپايي ټولني پر غړو دولتونو باندي هم بې اغیزي نه وي.

د اکثرو الماني ځوانانو په منځ کي تر ټولو د پیرات په نامه حزب محبوبیت لري او په پولینډ کي بیا مثلاً د پسرلي په نامه حزب. خو ټوله هغه حزبونه چي ځوانانو ته یې ځانونه عیار کړي دي، حتماً بریالیتوب نه لري. مثلاً د ټوله اروپا په سطح گوند، ولټ(Volt) د اټکلونو پر اساس ښه چانس نه لري، چي د اروپا پارلمان ته ډیر کسان واستوي.

Niederlande | Thierry Baudet  |  Forum für Demokratische Republik (FvD) | Uitslagenavond
انځور: picture-alliance/dpa/ANP

له بلي خوا بیا د ځوانانو او زړو نسلونو تر منځ په نظریاتو کي ډیر اختلاف موجود دی. د دې یو دلیل دا دی چي اکثریت ځوانان یوازي اروپايي ټولنه پیژني او بې له یورو څخه یې بله پیسه نه ده لیدلې. که څه هم دوی په واحده اروپا کي زیږیدلي دي، خو یوه خراب او له رکود سره مخامخ اروپا یې مشاهده کړې ده.

مثلاً اقتصادي بحران تر ټولو ډیر د جنوبي اروپا ځوانان وځپل، بیکاره سول او اینده یې ورڅخه واخیستل. د هغوی له پاره نوري خبري لکه سوله یا جنگ دومره مهمي نه دي، لکه د دوی مسلکي، کاري او ایکالوژیکي اینده چي ده. ځکه نو هغه گوندونه چي دغه ډول شعارونه لري، له دوی څخه رايي هم تر لاسه کوي. دغه ډول حزب مثلاً په جرمني، اتریش، فرانسې، سویډن او هالینډ کي د زرغون گوند دی. خو بیا د ځوانانو په منځ کي عوام پاله ښی اړخي گوندونه هم محبوبیت لري او کیدلای سي په دغو انتخاباتو کي هغوی ته هم ډیري رايي ورکړي.

زموږ  آرشیف څخه یو انځوریز البوم:( 04.03.2016)