1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اروپايي هیوادونو ترمنځ ډله ایز اخراج ډیر شوی

۱۳۹۷ مهر ۲۴, سه‌شنبه

آلمان په روان میلادي کال کې نورو اروپايي هیوادونو ته د تیر میلادي کال په پرتله درې واري ډیر مهاجر په ډله ایزه توګه اخراج کړي دي. تر ټولو ډیر ډله ایز اخراج ایټالیا ته شوی دی.

https://p.dw.com/p/36cEg
Deutschland Sammelabschiebung vom Baden-Airport
انځور: picture-alliance/dpa/P.Seeger

د آلمان په پارلمان یا بوندیستاګ کې د کیڼ اړخو ګوند د یوې پوښتنې په ځواب کې د آلمان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې د روان ۲۰۱۸م کال د جنوري میاشتې نه تر جولای میاشتې پورې د دې هیواد فدرالي پولیسو په ۱۷ پروازونو کې په مجموعې ډول ۴۸۵ پناه غوښتونکي نورو اروپايي هیوادونو ته اخراج کړي دي.

د آلمان د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې چې د آلمان خبري آژانس ته رسیدلي، د تیر عیسوي کال په ترڅ کې بیا له آلمان څخه په اوو پروازونو کې یوازې ۱۵۳ تنه اخراج شوي دي. دغه وزارت په خپل ځواب کې ویلي دي چې په ۲۰۱۶م کال کې بیا یوازې په دوو پروازونو کې ۲۶ پناه غوښتونکي نورو هیوادونو ته اخراج شوي ول.

په عادي ډول په اروپايي ټولنه کې د ډبلین د مقرراتو له مخې هر هغه اروپايي هیواد د پناه غوښتونکي د پناه مسئولیت پر غاړه لري، چې لومړی گام یې پکښې ایښی وي.

د آلمان په پارلمان کې د کیڼ اړخو په ځواب کې د آلمان حکومت همدا راز ویلي چې د ۲۰۱۸م کال په دوهمه ربع کې ۲۴۲۲ کسان د ډبلین تړون نورو غیر اروپايي غړو هیوادونو ته انتقال شوي دي. ډله ایز اخراج له سیاسي اړخه ډیره جدي موضوع ده، ځکه په دې ترتیب د اخراج کیدونکو کسانو شمیر په چټکۍ سره لوړیږي.

په عین حال کې د تیرې اونۍ په ترڅ کې د آلمان له مونش څخه ایټالیا ته د ډله ایز اخراج په هکله یو رپوټ هم ورکړل شوی وو چې دغه اقدام د ایټاليا سیاستوال په غوسه کړل. د رپوټ تر خپریدو وروسته، د آلمان لوري دغه راز رپوټونه بیرته رد کړل. دا په داسې حال کې ده چې د روان کال تر جولای میاشتي پورې د ډله ایز اخراج د ټولو ۱۷ پروازونو څخه یوازې ۱۲ یې ایټالیا ته رسیدلي دي. په دې پروازونو کې له آلمان څخه په مجموعي ډول ۲۵۰ کسان اخراج شوي دي.

دا په داسې حال کې چې د کیڼ اړخو فراکسیون ځايي ویاندې اوله یلپکه، ایټالیا ته د پناه غوښتونکو دغه راز ډله ایز اخراج په کلکه غندلی دی. نوموړي ویلي دي چې په دې ترتیب سره به ګڼ شمیر مهاجر هلته [په ایټالیا] کې له کوم راتلونکي، مناسب استوګنځي، پاملرنې او د پناه غوښتنې له مناسب راتلونکې پرته پر سړکونو ژوند وکړي.