1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اروپايي ټولنې محکمې د مجرمو مهاجرو اخراج محدود کړی

۱۳۹۸ اردیبهشت ۲۴, سه‌شنبه

د اروپايي ټولنې محکمې پريکړه کړې ده چې تر ځانگړو شرايطو لاندې په سختو جرايمو کې د ښکيلو مهاجرو د اخراج اجازه هم نه شته. خو هغوی به هغه موقف و نه لري، لکه په رسمي توگه پيژندل شوی مهاجر چې یې لري.

https://p.dw.com/p/3IU3P
Europäischer Gerichtshof - Rundfunkgebühren
انځور: picture alliance/dpa/T. Frey

د اروپايي ټولنې محکمې د قاضيانو په پريکړه کې راغلي دي چې د اروپايي ټولنې د قوانينو پر اساس د پناهندگۍ حق بيرته اخيستل او يا ردول د اروپايي ټولنې د بنسټيزو حقونو او د ژنيو د مهاجرو د کنوانسيون له مخې د مهاجرو د پناه غوښتنې پر حق هيڅ اغیز نه لري.

د دې پريکړې پسمنظر د عاج ساحل، کانگو جمهوريت او چيک جمهوريت د درو پناه غوښتونکو دعوې دي چې بيلجيم او چک جمهوريت یې له هغه وروسته د مهاجر په توگه له په رسميت پيژندلو څخه ډډه کړې وه چې هغوی د سختو جرمونو له کبله په جزا محکوم شوي ول.

د اروپايي ټولنې محکمې بايد روښانه کړې وای چې د دغي ټولني د قوانينو پر اساس يو تن د مهاجر په توگه په رسميت نه پيژندل د ژنيو تړون او د اروپايي ټولني له بنسټيزو حقونو سره سمون لري او که نه.

هغوی لومړی دې ته اشاره وکړه چې په اروپايي ټولنه کې ميشت مهاجر چې په خپلو هيوادونو کې د تعقيب ويره لري، د ژنيو تړون پر اساس د مهاجر په توگه درجه بندي کيدلی شي. دا په دې پورې اړه نه لري چې آيا هغه د اروپايي ټولنې د قوانینو پر اساس په رسمي توگه د مهاجر په توگه پيژندل شوی دی او که نه.

جنايي چلن ډير مهم نه دی

په پريکړه کې راغلي دي چې سربيره پر دې د اروپايي ټولنې د بنسټيزو حقونو منشور په حواله انسانان هغو هېوادونو ته بايد اخراج نه شي چې هغوی ته د غير انساني چلن او له تحقيرونکو جزاو گواښ متوجې وي.

زياته شوې ده چې په دې کې د اغیزمنو يعني مهاجرو چلن که هغه جنايي هم وي، هيڅ نقش نه لوبوي. بلکې دلته د اروپايي ټولنې د قوانينو له خوا ورکړل شوی د ساتنې حق د مهاجرو په برخه کي د ژنيو کنوانسيون مهم دی.

قاضيانو په خپله پريکړه کې ويلي دي چې د اروپايي ټولنې غړي هيوادونه بايد د ژنيو تړون «بشپړ درناوی» تضمين کړي. سربيره پر دې هغوی پر دې هم ټينگار وکړ چې يو شخص چې د پناه غوښتنه یې لا نه وي کړي او يا یې د پناه غوښتنه رد شي، په اروپايي ټولنه کې به هغه ډول حقونه ونه لري لکه يو په رسمي توگه مهاجر پيژندل شوی تن چې یې لري.

د ژنيو د مهاجرو کنوانسيون چې په ۱۹۵۴م کال کې رامنځته شوی وو له مهاجرو سره د چلن مقررات ټاکي. د دې کنواسيون په حواله هغه انسانان د مهاجرو په توگه  پيژندل کيږي چې د خپل توکم، مذهب، مليت او ځانگړو ټولنیزو ډلو سره تړاو او يا يوه ځانگړي سياسي نظر په اساس تعقيبيږي. په کنوانسيون کې سربيره پر دې د نه ردولو اصل هم شامل دی.

(B.S/N.Z (dpa,curia.europa.eu