1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاسرائیل

د غزې تړانګې په سویل رفح سیمې باندې د اسرائیل بریدونه

۱۴۰۲ بهمن ۲۳, دوشنبه

د اسرائیل پوځ ویلي دي چې په رفح کې یې د شپنیو عملیاتو په جریان کې دوه یرغمل شوي ازاد کړي دي. د رپوټونو له مخې، د غزې تړانګې په سویل کې د اسرائیل پوځ په برید کې لسګونه کسان وژل شوي.

https://p.dw.com/p/4cJrR
Palästinensische Gebiete | Israelische Soldaten im Gazastreifen
انځور: ISRAEL DEFENSE FORCES/REUTERS

د اسرائیل پوځ د دوشنبې په ورځ له جزئیاتو ورکولو پرته خبر ورکړی دی چې د غزې تړانګې په سویل کې یې «یو لړ عملیات« کړي دي، چې اوس »پای ته رسېدلي دي.»

د سیمې اوسېدونکیو رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي، چې په دې عملیاتو کې چورلکو، ټانکونو او کښتیو ګډون کړی و او پر دوو مسجدونو او څو کورونو یې بریدونه وکړل. رویټرز او فرانس پریس خبري اژانسونو د حماس تر ولکې لاندې غزه کې د روغتیا ادارې چارواکیو له قوله خبر ورکړی دی چې د اسرائیل په بریدونو کې لسګونه کسان وژل شوي. 

رویټرز په غزه کې د روغتیا ادارې چارواکیو له قوله لیکلي دي چې په رفح کې د اسرائیل په بریدونو کې د قربانیانو شمېر څه باندي ۶۷ کسانو ته رسېدلی دی. له دې وړاندې د ۴۸ وژل شویو کسانو خبره کېده. دا شمېرې په خپلواک ډول نه دي تائید شوي.

امریکا متحده ایالاتو، اروپايي ټولنې او ځینو نورو هېوادونو په رفح کې د اسرائیل پر بریدونو اندېښنه څرګنده کړې، هغه سیمه، چېرې چې فکر کېږي تر یو میلیون ډېر بې کوره کسان ورکډه شوي. د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو دا د حماس د »ورکولو« عملیات بللي او ویلي یې دي، چې له رفح څخه د خلکو د تخلیې طرح به هم ژر وړاندې شي.

حماس ډله په نړیواله کچه د المان، اروپايي ټولنې، امریکا متحده ایالاتو او څو نورو هېوادونو له لوري د یوه ترهګر سازمان په توګه پېژندل شوې ده.

د غزې تړانګه | پر رفح هوايي بریدونه
د غزې تړانګه | پر رفح هوايي بریدونهانځور: MOHAMMED ABED/AFP

د اسرائیل دفاعي ځواکونو په رفح کې دوه یرغمل شوي کسان ژغورلي

د اسرائیل پوځ د دوشنبې په ورځ خبر ورکړی دی، چې د غزې تړانګې په سویل رفح سیمه کې یې د شپنیو عملیاتو په لړ کې هغه دوه کسان ژغورلي دي چې د اکتوبر پر اومه نېټه د حماس په ترهګریزو بریدونو کې یرغمل شوي ول.

د اسرائیل ځواکونو په یوې خبرپاڼې کې اعلان وکړ، چې »په رفح کې د دفاعي ځواکونو، د استخباراتو سازمان )شین‌بت( او د اسرائیل د پولیسو په ګډو شپنیو عملیاتو کې دوه يرغمل شوي اسرائيليان ازاد شول.«

دا یرغمل شوي کسان ۶۰ او ۷۰ کلن دي او روغتیايي حالت یې ښه ښودل شوی دی.

د اسرائیل په پلازمېنه کې شېبا روغتون په یوې خبرپاڼې کې ویلي دي، چې دا یرغمل شوي دې روغتون ته لېږدول شوي او ډاکټرانو ویلي دي چې روغتیايي حالت یې ښه دی. فکر کېږي چې له حماس سره لا هم ۱۳۰ کسان يرغمل دي.

په سره سمندرګي  کې پر یوې سوداګریزې کښتۍ د حوثیاتو برید

د یمن حوثي یاغیانو سرې بحیرې کې پر یوې سوداګریزې کښتۍ د برید مسئولیت منلی دی. د حوثي ځواکونو ویاند یحیی سریع په ټلوېزیون کې ویلي دي چې دا برید پر »سټار ایرس« کښتۍ شوی. هغه ادعا کړې ده چې دا امریکايي کښتۍ وه؛ خو د نړیوال لېږد رالېږد معلومات ښيي چې د دې کښتۍ مالک د مارشال جزایر بیرغ لرونکی یونانی دی.

dh/wd (Reuters, AP, AFP, dpa)