د افغان مهاجرو د اخراج لړۍ د درولو غوښتنه
۱۳۹۷ آبان ۳۰, چهارشنبهد مسیحي پروتسانت خبري آژانس د رپوټ له مخې د بخښې نړیوال سازمان (ایمنسټي انټرنیشنل) ویلي دي چې ترهګریز برید «یو ځل بیا د اروپایي هیوادونو دا بې مسئولیتي تر پوښتني لاندي راولي، چې ادعا کوي افغانستان د مهاجرو او پناه غوښتونکو د ستنیدو له پاره یو خوندي هیواد دی.»
د وروستیو رپوټونو له مخې د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۸م کال د نومبر میاشتې ۲۰مه) د علماوو پر یوې غونډه باندې د یوه ځانمرګي برید په پایله کې ۵۵ کسان وژل شوي او ۸۰ نور بیا ټپیان شوي دي.
د آلمان د بهرنیو چارو وزارت د تیرې ورځې برید د یوه غیر انساني ترور په توګه غندلی دی او د پيښې له قربانیانو سره یې خواشیني څرګنده کړې ده. د آلمان حکومت د سه شنبې په ماښام د ټویټر په یوه پیغام کې جمهوررئیس غني ته د سولې له پروسې څخه د دوامداره ملاتړ ډاډ ورکړی دی.
د چهارشنبې په ورځ په افغانستان کې ملي ماتم اعلان شو. جمهور رئیس غني دغه برید د «جنایتکارانه او اسلام ضد» عمل په توګه په کلکه غندلی دی. د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي او د یوناما مشر تدامیچي یاماموتو، هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره دغه برید په کلکه غندلی دی. هغه ویلي دي چې «دغه ډول بریدونه په هیڅ ډول شرایطو کې د توجیه وړ نه دي.»
طالبانو په دغه برید کې لاس لرل رد کړي دي. خو داسې ګومان کیږي چې ترهګره ډله داعش دې د دغه برید تر شا وي. افغانستان سږ کال د ترهګریزو بریدونو څپې ځپلی دی.
افغانستان ته د اخراج موضوع په دغه هیواد کې د ناڅرګند امنیتي وضعیت له کبله یوه شخړه ایزه موضوع ده. د آلمان فدرالي حکومت په دې نظر دی چې په افغانستان کې خوندي سیمي شته او هغه کسان چې په آلمان کې د پاتیدو حق نه لري دغو سیمو ته بیرته استول کیدای شي.
زموږ له آرشیف څخه: