1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانانو تخیله؛ د امريکا اډو ۲۶۰ ميليون ډالره زیان ليدلی

۱۴۰۱ دی ۳, شنبه

د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت د تفتیش اداره وايي چې د دغه هیواد پوځي اډې، د افغانانو د تخلېې په جریان کې سختې زیانمنې شوي دي. د دغې ادارې په خبره، ځېنې ساختمانونه حتی د نه استفادې وړ ګرځيدلي دي.

https://p.dw.com/p/4LOmd
د ۲۰۲۱م کال په اګست کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته له افغانستانه د افغانو د تخلېې پروګرام
د ۲۰۲۱م کال په اګست کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته له افغانستانه د افغانو د تخلېې پروګرامانځور: Airman Edgar Grimaldo/U.S. Air/Planet Pix via ZUMA Press Wire/picture alliance

د افغانانو تخلیه؛ امریکايي اډو سخت زیان ليدلید پنټاګون یا د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت عمومي مفتش په خپلو وروستیو ارزونو کې وويل چې د دغه هیواد پوځې اډې چې په زورونو افغانان پکې ژوند کوي، د شاوخوا ۲۶۰ ميلیون ډالرو په ارزښت زیان ېې ليدلی دی. د پنټاګون دغه مقام زیاته کړې، تر هغې چې د ځینو دغو اډو په ديوالونو او د نلونو په شبکه کې د پام وړ کار ونشي، سرتيري نه شي کولی ورڅخه استفاده وکړي.

امریکا تېر کال له الوتکو د افغانانو د لوېدو په پېښه کې پېلوټان ملامت نه ګڼي

د امریکا متحده ایالاتو هوايي ځواکونو د ۲۰۲۱م کال د اګست میاشتې د وروستيو دوو اوونیو په جریان کې په تاريخ کې تر ټولو ستره بشردوستانه تخلیه ترسره کړه. دغو ځواکونو په ۱۷ ورځو کې ۱۲۰ زره کسان له افغانستان څخه بهر وايستل.

دغه کسان تر ډېره هغه افغانان ول چې د طالبانو له حکومته چې تازه ېې افغانستان نيولی وو، تېښته کوله. د امریکا متحده ایالاتو الوتکو لومړی په لسونو زره افغانان په قطر، عربي متحده ایالاتو، هسپانیا، ايټالیا، بحرين او آلمان کې د امریکا پوځي اډو ته انتقال کړل.

په کوسوو کې بند پاتې افغانان: «دلته مو ژوند د زندانیانو دی»

د دغو افغانانو د قضیو تر څېړنو وروسته، د هغوی اکثریت ېې په امریکا متحده ایالاتو کې د دغه هیواد اتو پوځي اډو ته انتقال کړل شول. ډيری دغو افغانانو، د میاشتو له پاره په یادو پوځي اډو کې تېرې کړې او منتظر ول تر څو ېې په هکله تصمیم ونیول شي. د افغانانو تر ټولو وروستۍ ډله په فبرورۍ مياشت کې له دغو پوځي تاسیساتو ووتله.

امریکا د ۲۰۲۱م کال د اګست میاشتې د وروستيو دوو اوونیو په جریان کې په تاريخ کې تر ټولو ستره بشردوستانه تخلیه ترسره کړه، دوی ۱۲۰ زره کسان له افغانستان څخه بهر وايستل
امریکا د ۲۰۲۱م کال د اګست میاشتې د وروستيو دوو اوونیو په جریان کې په تاريخ کې تر ټولو ستره بشردوستانه تخلیه ترسره کړه، دوی ۱۲۰ زره کسان له افغانستان څخه بهر وايستلانځور: AP Photo/picture alliance

دغه مهاجر د  فورت بلیس، تګزاس، د مک ګوایر-ديکس-لیکهورست ګډې اډې، نیوجرسي، فورت مک کوی، ويسکانسین، آتربري کمپ، ایندیانا، فورټ پيکټ، فورټ لي او د سمندري ځواکونو په کوانتیکو، ویرجینیا او د هوايي ځواکونو په هولومان او نیو مکسیکو اډو کې هستوګن کړل شوي ول.

امريکا د افغانانو د انتقال پر پاليسۍ له سره کتنه کوي

د امریکا د دفاع وزارت مفتش همدارنګه موندلې ده چې د دغو افغانانو لویې برخې، موقتي هستوګنځایونه هم د پام وړ له کاره غورځولي دي.

د بېلګې په توګه، د امریکا دفاع وزارت د ۲۶۰ ميليون تصويب شوو ډالرو له جملې څخه، شاوخوا ۱۶ ميليونه ډالر ېې یوازې د آتربري کمپ له پاره په نظر کې نيولي دي. دغه پېسې به د «نوو توشکو/دوشکو او فرنيچر د رانيولو او همدارنګه د اډې د غولي، دروازو، کړکيو، د نلونو شبکې، د اطفائېې د خبرداري سیستمونو او محوطې پر بیارغونه» لګول کيږي.

سرچينې: کاناډا په اماراتو کې ځيني بند پاتې افغانان مني

له دې ټولو سره سره، د پنټاګون عمومي مفتش یوه اساسي پوښتنه مطرح کړې چې آیا دغه ټولې درخواستي پېسې د مهاجرو د اوسیدو ټولو اتو اډو د بيارغونې اړوند دي او که نه. د فورت مک کوی اډې چې ۱۲ زره او ۷۰۶ مهاجر په کې میشت ول، ۶.۱۴۵ میلیونه ډالر منل شوي دي. دغه پېسې د فورټ بلیس او فورټ پیکټ اډې د ټولو اړتیاو او بیارغونې پېسو درې برابرې ډېرې دي. په داسې حال کې چې دغو اډو کې هم په عین شمیر کې افغان مهاجر ځای پر ځای شوي ول. 

aj.si/mks/aa (APE)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل