1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بریتانيا ته تلونکي په سلونو مهاجر نيول شوي دي

۱۳۹۸ بهمن ۱۹, شنبه

د بريتانيا پوليسو په وروستيو ورځو کې په سلونو مهاجر چې په کوچنيو کشتيو کې له فرانسې څخه بريتانيا ته په لاره ول، نيولي دي. په نيول شوو کسانو کې يو شمير يې افغانان دي.

https://p.dw.com/p/3XSHL
Griechenland Flüchtlinge Flüchtlingsboot
آرشيفانځور: Reuters/Y. Behrakis

د بريتانيا د کورنيو چارو وزارت، د جمعې په ورځ (د فبروري ۷مه) په يوې اعلاميه کې وويل چې يوازې په همدې ورځو کې ۱۰۲ مهاجر چې له فرانسې څخه د مانش کانال له لارې بريتانيا ته اوښتل، نيول شوي دي. په دې ترتيب په دوو ورځو کې د نيول شوو مهاجرو شمير شاوخوا ۲۰۰ تنو ته رسيږي.

د آلمان خبري آژانس په حواله، د بريتانيا پولیسو د پنجشنبې په ورځ (د فبروري۶مه) لږ تر لږه ۹۰ کسان چې په هغو کې ۱۵ تنه يې نابالغ افراد دي، نيولي دي.

اکثرو نيول شوو کسانو ويلي دي چې د ايران اوسیدونکي دي. يو شمير نورو بيا ويلي چې د افغانستان، پاکستان، سوريې او عراق څخه راغلي دي.

د دې احتمال شته چې دغه افراد د دوبلين قرارداد له مخې، بيرته فرانسې ته واستول شوي. د دغه قرارداد پر اساس، کوم مهاجر چې د اروپا خاورې ته داخليږي، يوازې د اروپا په هغه هیواد کې د پناه غوښتنې حق لري چې په لومړي ځل ورته داخل شوي وي. که دوی دوهم هيواد ته سفر کوي او نيول کيږي، د همدغه قرارداد له مخې بيرته لومړني اروپايي هيواد ته استول کيږي.

Migranten versuchen von Calais aus Großbritannien zu erreichen
مهاجرو ته ويل شوي چې له وړو کشتيو کار وانخليانځور: AFP/Getty Images

په عين وخت کې د بريتانيا د امنيتي چارو وزير، براندون لوئيس، ويلي دي چې د هغو مهاجرو شمير لږ شوی چې د مانش يا انګلیس کانال له لارې بريتانيا ته راځي.

هغه د جمعې په ورځ وويل، د هغو مهاجرو له ډلې کوم چې د مانش کانال له لارې بريتانيا ته داخليږي، ډير شمير يې «درول شوي دي.»

لوئيس، د ارقامو د وړاندې کولو پرته وويل چې سږکال يوازې نژدې ۲۵ سلنه هغه مهاجر چي له دغې لاري يې بريتانيې ته د داخلېدو هڅه کړې پر دې توانيدلي چې تير شي. د هغه په وينا د تيرکال همدې مودې په پرتله د دغو کسانو په شمير کې د پام وړ یعنې ۴۸ سلنه کموالی راغلی دی.

د فرانسې پوليسو مهاجرو ته خبرداری ورکړی، چې د اوبو پر دغې لارې دې له وړو کشتيو څخه کار نه اخلي.

ځينې داسې رپوټونه هم ورکړل شوي چې په دغو ورځو کې د مهاجرو کوچنۍ کشتۍ په دې دليل چې د سمندر اوبه آرامه دي، خوندي پاتې شوي دي.

د مانش (Manche) یا انګليس کانال(English Channel) ، د فرانسې په شمال او د انګلستان په سويل کې پروت دی چې آرام سمندر له شمالي اوبو سره نښلوي.

AG/MKS/AWA