1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

د افغانستان او انګلستان تر منځ لوبه کې کوم ریکارډونه جوړ شول

مسعود جهش
۱۳۹۸ خرداد ۲۹, چهارشنبه

افغانستان د سه شنبې په ورځ د نړیوال جام په ترڅ کې له کوربه هیواد انګلستان سره لوبه وکړه او په لوړ توپیر یې بایلوده. په دې لوبه کې انګلستان پر افغانستان ځینې ریکاردونه جوړ کړ، خو افغانستان هم ځینې لاس ته راوړنې لرلې.

https://p.dw.com/p/3Kh2q
ICC Cricket World Cup 2019 England - Afghanistan Rashid Khan
انځور: Getty Images/AFP/D. Sarkar

د سه شنبې ورځ په لوبه کې انګلستان ډیر ښه وځلید او د پچې تر ګټلو وروسته یې په پنځوسو اورونو کې د شپږو لوبغاړو له سوځیدو سره افغانستان ته د ۳۹۷ منډو لوړ هدف وټاکه. په دې لوبه کې له افغان توپ اچوونکي مجیب ځدران تر نورو ښه ولوبید او په لسو اورونو کې یې د یوازې ۴۴ مڼدو په ورکولو سره په اور کې د خپلو ورکړل شويو منډو اوسط ۴،۴۰ وساته. که څه هم هغه کومه ویکیټه وانه خیسته، خو د منډو له نه ورکولو یې پر انګلستان د لوبې په پیل کې یو څه فشار راوست. تر مجیب وروسته کپتان ګلبدین نایب، ښه وځلید: په لسو اورونو کې یې ۶۸ منډې ورکړې خو درې ویکټې یې هم واخیستې.

خو د معمول پر خلاف، د افغانستان او انګلستان ترمنځ لوبه کې تر ټولو ډیرې منډې راشد خان ورکړې. هغه نهه اورونه وکړل او ۱۱۰ منډې یې ورکړې. چې ځینې ریکاردونه هم پرې جوړ شول.

تر ټولو ډیرې شپږیزې : انګلستان د افغانستان پر وړاندې لوبه کې ټول ټال ۲۵ شپږیزې ووهلې. دا د یوې لوبډلې له خوا په یو ورځنۍ لوبه کې وهل شوې تر ټولو ډیرې شپږیزې دي.

د یوه لوبغاړي له خوا تر ټولو ډیرې شپږیزې: د انګلستان توپ وهوونکي مورګن، په ۷۱ توپونو ۱۴۸ منډې جوړې کړې. هغه په دې ترڅ کې ۱۷ شپږیزې هم ووهلې چې دا په یو ورځنۍ لوبه کې د یوه لوبغاړي له خوا تر ټولو ډیرې شپږیزې دي. مورګن څلور څلوریزې هم ووهلې. په زړه پورې خبره خو دا ده چې مورګن لا ۵۰ مڼدې هم نه وې پوره کړې چې افغان لوبغاړو یې «کیچ» وغورځوه. که هغه سوځیدلی وای ښايي آن د لوبې پایله به بل ډول وای.

پر راشد خان تر ټولو ډیرې شپږیزې: د انګلستان لوبغاړو پر راشد خان ۱۱ شپږیزې ووهلې. دا په یو ورځنۍ لوبه کې پر یوه توپ اچوونکي وهل شوې تر ټولو ډیرې شپږیزې دي.

پر راشد خان تر ټولو ډیرې منډې: راشد خان په نهو اورونو کې ۱۱۰ منډې ورکړې. دا په نړیوال جام کې د یوه توپ اچوونکي له خوا ورکړل شوې تر ټولو ډیرې منډې دي.

تر ټولو لوړه د ورکړل شویو منډو اوسط : په نهو اورونو کې د راشد خان د ورکړلو منډو اوسط ۱۲،۲۲ وو. دا په یو ورځنيو لوبو کې د یوه توپ اچوونکي چې نهه یا تر هغه ډیر اوورونه یې کړي وي، تر ټولو لوړ اوسط دی.

د انګلستان له خوا په نړیوال جام کې ورکړل شوی تر ټولو لوړ هدف: انګلستان تر دې مخکې بنګله دیش ته د ۳۸۶ منډو هدف ټاکلی وو. خو د افغانستان له پاره د ۲۹۷ منډو هدف یې په نړیوال جام کې ټر ټولو ډیرې منډې دي.

د افغانستان له پاره یو څو مثبت ټکي

که څه هم افغانستان د انګلستان پر وړاندې خپله لوبه په لوړ توپیر پایلوده، خو بیا هم په دې لوبې کې د ګلبدین نایب د لوبډلې له پاره یو څه مثبت ټکي وو. لومړی دا چې افغانستان په روان نړیوال جام کې د لومړي ځل له پاره خپل ټول ۵۰ اورونه ولوبول. تر دې مخکې افغانان مخکې له دې چې د لوبې اورونه پوره شي ټول سوځیدل. بله مهمه خبره د «پارتنرشیپ د جوړو» رامنځ ته کیدل وو. په دې معنی چې افغان لوبغاړي وتوانیدل چې د ډیرې وخت له پاره پر ویکټ پاتې شي او منډې جوړې کړي. ګلبدین نایب ۳۷،رحمت شاه ۴۶، حشمت الله شاهدي ۷۶ او اصغر افغان ۴۴ مڼدې وکړې اود افغانستان منډې یې ۲۴۷ ته ورسولې.