1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان د سولي په اړه د امريکا او روسيې د استازو ملاقات

۱۳۹۷ اسفند ۳, جمعه

د افغانستان د سولې له پاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په ترکيه کې له خپل روسي سيال ضمير کابلوف سره د افغانستان د سولي پروسې په اړه ملاقات کړي دي. ټاکل شوې چې د راتلونکې دوشنبې په ورځ به د خبرو بل پړاو پیل شي.

https://p.dw.com/p/3DrTO
Türkei Gespräch Friedensprozess Afghanistan | Zalmay Khalilzad, USA & Samir Kabulow, Russland
انځور: picture-alliance/Anadolu Agency/Russian Embassy

د ترکيې په پلازمېنه انقره کې د روسیې سفارت له لوري د جمعې په ورځ (۲۰۱۹م کال د فيبروري ۲۲) په یوه لیکل شوي ټویټ کې راغلي دي چې د روسیې سفارت د افغانستان د سولې له پاره د واشنګټن د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد او د افغانستان له پاره د روسيې د ولسمشر ځانگړي استازي ضمير کابلوف کوربه وو.

خلیلزاد له تیرو څو ورځو راهیسې د سیمې هیوادونو ته د خپل سفر تازه لړۍ پیل کړې ده. ټاکل شوې ده چې د امریکايي چارواکو او طالبانو ترمنځ د افغانستان د سولې په تړاو د خبرو تازه لړۍ به د راتلونکې دوشنبې په ورځ (د فيبروري میاشتې پر ۲۵ نیټه) په دوحه کې پیل شي.

تر اوسه پورې د دې مذکراتو په ترڅ کې دواړو لورو تر ډیره پورې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او د امریکا او د هغوی د متحدينو پر وړاندې د ترهګریزو بریدونو له پاره د افغانستان د خاورې د نه کارولو پر موضوع تمرکز کړی دی.

سربیره پر دې، په دې وروستیو کې روسیې هم د افغانستان د سولې په برخه کې خپلي هڅي گړندۍ کړي دي. په دې ترڅ کې مسکو د طالبانو د استازو او د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون د ډيرو جهادي او سیاسي څیرو د یوې غونډې کوربتوب وکړ.