1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان د شخړې په هکله مهم ارقام به نور نه خپریږي

۱۳۹۸ اردیبهشت ۱۱, چهارشنبه

په افغانستان کې د ناټو «قاطع ماموریت» په راتلونکي کې په دې هکله نور معلومات نه خپروي چې څومره ولسوالۍ د حکومت په کنترول کې دي او څومره د طالبانو په کنترول کې دي.

https://p.dw.com/p/3Hkul
Afghanistan Konflikt l US-Army
انځور: picture alliance/Zuma/A. Dinner

د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې دغه خبره د افغانستان د بیا رغاونې د څار له پاره د متحده ایالاتو ځانګړي سازمان سیګار، په رپوټ کې راغلې ده چې د سه شنبې په شپه خپور شوی دی.

ويل شوي دي چې قاطع ماموریت دا پریکړه په دې سره مدلل کړې ده چې دغه ارزونه د قاطع ماموریت د مشرتابه د پریکړو له پاره محدود ارزښت لاره.

د یاد خبري آژانس د رپوټ له مخې د ولسوالیو د کنترول وضعیت په هکله رپوټ چې له ۲۰۱۵م کال راهیسې به د سیګار له لوري په هرو څلورو میاشتو کې خپریدی، د افغانستان د خوندي کولو په برخه کې د پرمختګ او یا پاتې راتلو په هکله مهم شاخص وو.

د سیګار د جنورۍ میاشتې د رپوټ له مخې چې د ولسوالیو د کنترول په هکله پکښې معلومات شامل وو د شا او خوا ۴۰۰ ولسوالیو په ۵۳،۸ سلنه باندې افغان حکومت کنترول لري او ۱۲ سلنه یې بیا د طالبانو تر کنترول لاندې دي.

د اکتوبر میاشتې د رپوټ له مخې په باقې پاتې سیمو کې چې تر۳۰ سلنې زیاتې دي، پرسر جګړه روانه ده. د رپوټ له مخې په وروستیو کلونو کې افغان حکومت پر ځینو سیمو کنترول له لاسه ورکړی دی.
(sr/nz (dpa