1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان د کرهنې وزارت د خرما تجارتي باغونه جوړوي

۱۳۹۸ اردیبهشت ۲۰, جمعه

د افغانستان د کرهنې وزارت داسې یوه طرحه چمتو کړې ده چې له مخې یې د افغانستان په اوو ولایتونو کې د خرما تجارتي باغونه جوړیږي. تیر کال له ننګرهار او فراه ولایتونو څخه دوه زره کیلو ګرامه خرما ترلاسه شوې ده.

https://p.dw.com/p/3IHcz
Deutschland Tunesien Geschenk Datteln
انځور: Farjana K. Godhuly/AFP/Getty Images

د افغانستان د کرهنې وزارت وایي چې په وروستیو وختونو کې یې یوه سروې ترسره کړې ده. د سروي پایلې ښيي چې د اوو ولایتونو اقلیم د خرما د باغونو جوړولو ته مساعد دی. په دغو ولایتونو کې ننګرهار، لغمان، کندهار، هلمند، نیمروز، خوست او فراه شامل دي.

د زراعت وزارت ویاند اکبر رستمي، وویل: «په پلان کې ده چې په دغو ولایتونو کې ۲۷۰۰ هکتاره د خرما باغونه جوړ شي. طرح وروستۍ شوې ده او اوس د مالي امکاناتو په لټه کې یو چې عملي کارونه یې پیل کړو.»

د افغانستان د کرهنې وزارت وایي چې همدا اوس هم په ننګرهار، فراه او هلمند ولایتونو کې د خرما باغونه جوړ شوي دي. رستمي په دې اړه وویل: «موږ تیر کال په فراه او ننګرهار ولایتونو کې د خرما ښه حاصلات لرل. له همدې کبله غواړو په بیلابیلو ولایتونو کې د خرما تولیدات ولرو.»

په اوس وخت کې افغانستان ډیر وخت له عربي هیوادونو څخه خرما واردوي. ایران هم افغانستان ته د خرما د صادروونکو هیوادونو په ډله کې شامل دی. په روژې میاشتې کې په افغانستان او نورو اسلامي هیوادونو کې د خرما  له پاره تقاضا لوړیږي چې په پایله کې یې بیه هم لوړيږي. د بدخشان ولایت یو اوسیدونکی نور احمد، په دې اړه وویل: «تر دې مخکې په کابل کې یوه قوطي ایراني خرما د ۶۰ او ۷۰ افغانیو تر منځ وه. خو اوس یې موږ په بدخشان کې په ۱۲۰ افغانیو رانیسو.»

د افغانستان د زراعت وزارت ویاند وایي چې تیر کال د فراه او ننګرهار ولایتونو د خرما حاصلات دوه زره کیلوګرامه ته رسیدلي وو.

پ.ع/ م ج