1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

د افغانستان د کريکټ ټیم روزنکی دنده پریږدي

۱۳۹۸ اردیبهشت ۳۰, دوشنبه

د ویسټ انډیز پخوانی آل راونډر فیلیپ سیمونز غواړي چې د کریکټ تر نړیوال جام وروسته د افغانستان د کریکټ د روزونکي په توګه له دندې لاس واخلي.

https://p.dw.com/p/3Im2X
Cricket Coach  Phil Simmons
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Mazalan

د فرانسې خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلی دي چې فیلیپ سیمونز چې د ۲۰۱۷م کال په دسمبر کې یې دغه دنده پېل کړې وه، ویلي دي چې په بریتانیا کې د نړیوال جام تر ختمیدو وروسته به خپل قرارداد تمدید نه کړي.

د یاد خبري آژانس په وینا سیمونز ESPNcricinfo ته ویلي دي: «ما په دې هکله فکر کړی دی او د افغانستان کریکټ بورډ ته مې خبر ورکړی دی چې زه خپل قرارداد نه تمدیدوم.» هغه ویلي دي: «کله چې د جولای پر ۱۵مه زما قرار داد پای ته ورسیږي، زه به یوه بل متفاوت څه ته مخه کړم.»

د سیمونز تر روزنې لاندې د افغانستان د کریکټ ملي لوبډلې تیرکال د غوراوي پړاو سیالیو په پای لوبه کې ویسټ انډیز ته ماتې ورکړه او په سږني نړیوال جام کې یې خپل ځای یقیني کړ. سږکال په بریتانیا کې په تر سره کیدونکي دغه جام کې د افغانستان په گډون لس لوبډلې ګډون لري.

کله چې افغانستان تیرکال په هند کې خپله لومړنۍ ټیسټ لوبه کوله نو سیمونز د لوبډلې سره مل وو. افغانستان سږکال آیرلنډ ته په ماتې ورکولو سره په ټیسټ لوبو کې لومړۍ بریا په خپل نوم ثبت کړه.

۵۶ کلن سیمونز ويلي دي: «په اصل کې ما د ۱۸ میاشتو له پاره قرارداد لاسلیک کړی وو او زما په آند ما په دې موده کې ډیر څه وکړل. اوس زما له پاره وخت رارسیدلی دی چې یوه بل څه ته مخه کړم. نړیوال جام ته رسیدل زما د ټاکلو پر مهال د افغانستان د کریکټ بورډ هدف وو.»

د سیمونز په خبره «زما هدف تل دا وي چې د خپل تګ څخه ترمخه شیان په ښه حالت کې پریږدم: د تمرین طریقه، د لوبې په هکله د فکر کولو طریقه او د نورو لوبډلو د ارزولو طریقه. ما هڅه کړې ده چې په دغو ټولو برخو کې له لوبغاړو سره مرسته وکړم.»

د فرانسې خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د سیمونز د دندې پریښودو پریکړه د افغانستان د کریکټ بورډ له لوري د لوبډلې په مشرتابه کې د شخړه ایز بدلون وروسته کیږي چې په ټولو فارمټونو کې یې د اصغر افغان څلور کلنې کپتانۍ ته د پای ټکی کيښود.

ګلبدین نایب د ۵۰ اوریزو لوبو کپتان ټاکل شوی او رحمت شاه او راشد خان بیا په ترتیب سره د ټیسټ لوبو او شل اوریزو لوبو لوبډلمشران ټاکل شوي دي.

سیمونز وایي چې کریکټ بورډ او غوراوي کمیټې په دې هکله له ده سره مشوره نه وه کړې: «نه، زه له دې نه وم خبر. ما ته کوم علت هم و نه ویل شو. دا د افغانستان د کریکټ بورډ او غوره کوونکو پریکړه وه.»

د افغانستان د ملي لوبډلې روزونکي زیاته کړه: «زه د دې پریکړې پر وړاندې څرنګه غبرګون ښوولی شم؟ دا پریکړه بدلولی نه شم، نو زه باید هغه کار وکړم چې دنده مې ده او هغه دا چې ځان ډاډه کړم چې لوبډله په هغه شان خپل چمتوالی ته دوام ورکړي لکه ما چې غوښتل د بدلون [کپتانۍ] په پام کې نیولو سره.»

افغانستان به د سږني نړیوال جام په ترڅ کې خپله لومړۍ لوبه د جون میاشتې پر ۱ نېټه له آسترالیا سره ولري.