1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان پخوانی سفیر: برلین له طالبانو سره په خبرو بوخت دی

۱۳۹۷ مهر ۲۷, جمعه

په داسې حال کې چې سبا د شنبې په ورځ د تلې میاشتې په ۲۸ نیټه له کندهار او غزني پرته په ټول هیواد کې د ولسي جرګې له پاره ټاکنې ترسره کیږي، د افغانستان له پاره د آلمان پخواني سفیر ویلي چې برلین له طالبانو سره خبرې کوي.

https://p.dw.com/p/36pct
Markus Potzel (German Federal Foreign Office, Special Representative of the Federal Government for Afghanistan and Pakistan, Germany) | 21 | Session | TV Show | Peace with the Taliban: A compromise on human rights?
انځور: DW/U. Wagner

د افغانستان او پاکستان له پاره د آلمان ځانګړي استازي مارکوس پوڅل له دویچه ویله تلویزیون سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل چې هغه په دې باور دی چې د شنبې په ورځ د افغانستان د ولسي جرګې ټاکنې به د طالبانو د ګواښونو سربیره په قانوني بڼه ترسره شي. طالبانو تر دې وړاندې د ولسي جرګې د ټاکنو د ګډوډولو ګواښونه کړي او په ټول هیواد کې یې له زده کوونکو او ښوونکو هم غوښتي چې د شنبې ورځې په پارلماني ټاکنو کې ګډون ونه کړي.

Afghanistan - Taliban
انځور: picture alliance / Ton Koene

له دویچه ویله سره په یوه ځانګړې مرکه کې په افغانستان کې د آلمان پخواني سفیر همدا راز وویل چې هغه له دې کبله هم د شنبې ورځې پارلماني ټاکنو ته خوشبین دی، ځکه چې په لومړي ځل ګڼ شمیر ځوانانو او په علم سمبالو کسانو ځانونه ولسي جرګې ته نوماند کړي دي.

پوڅل په دې مرکه کې وویل: «په [افغانستان] کې د نسلونو یوه فاصله موجوده ده. خلک له جګړو، ټوپک سالارانو، بریدونو او له قدرت لرونکو کسانو نور ستړي دي. دوی [افغانان] غواړي چې په سوله او ثبات کې ژوند وکړي او دا هغه څه دي چې دوی یې غواړي او موږ ورسره مرسته کوو.»

په عین وخت کې پرون، د ۲۰۱۸م کال د اکتوبر په ۱۸ نیټه، د کندهار ولایت په مقام کې د حکومتي، پوځي او د ناټو د عمومي قوماندان په ګډون د لوړ پوړو چارواکو په ناسته کې هم د ټاکنو د امنیت مسئله د بحث اصلي موضوع وه. خو له دغې غونډې وروسته هر څه هغه وخت بدل شول، کله چې یوه افغان ساتونکي تر ناستې وروسته پر ګډونوالو ډزې وکړې چې له کبله یې د کندهار ځواکمن امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق، د دې ولایت د ملي امنیت مشر او یو ځايي خبریال ووژل شول او د والي په ګډون یو شمیر نور کسان پکې ټپیان شول.

Afghanistan | NATO Truppen Zalmay und Wesa Scott Miller
انځور: picture-alliance/dpa/AP Photo

تر دغې سترې امنیتي پیښې وروسته د افغانستان د ملي امنیت شورا د کندهار د وضعیت او د ټاکنو د راتلونکي په تړاو بیړنۍ ناسته وکړه او د انتخاباتو د کمیسیون پر هغه وړاندیز یې خبرې وکړې چې له مخې یې په کندهار ولایت کې د ټاکنو د نه کیدو غوښتنه شوې وه.

د افغانستان د ملي امنیت د شورا د دفتر په اعلامیه کې په دې هکله راغلي: «د کندهار د ولسونو د غوښتنې او د ټاکنو خپلواک کمیسیون په وړاندیز د ملي امنیت شورا ځانګړې ناستې پرېکړه وکړه چې د کندهار د پرونۍ پېښې له امله دې په یاد ولایت کې د ولسي جرګې ټاکنې یوه اونۍ وځنډېږي. په کندهار کې د ولسي جرګې د ټاکنو د ترسره کیدو نیټه به د ټاکنو خپلواک کمېسیون اعلان کړي.»

Afghanistan General Abdul Raziq
انځور: Getty Images/AFP/J. Tanveer

د دې ټولو سربیره د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزیر جیمز متیز د جنرال رازق وژل کیدل ستره ضایعه ګڼلي خو زیاتوي چې اوس لا ډیر وختي دی چې دغه برید به د ولسي جرګې په ټاکنو څومره منفي اغیز وکړي. متیس د جمعې په ورځ په خپلو خبرو کې د جنرال رازق وژل کیدو ته په اشارې وویل: «دا د یوه وطنپال له لاسه ورکول دي. خو بیا هم موږ په بشپړ ډول د افغانانو په مشرۍ او د افغانانو ترمنځ د پخلاینې خبرو ته متعهد یو. خو اوس، موږ د ټاکنو په لوري روان یو او موږ به د افغانانو دفاع ته ادامه ورکړو.»

طالبان غواړي چې آلمان د منځګړي نقش ولوبوي

بل لوري ته بیا د افغانستان له پاره د آلمان پخواني سفیر د افغانستان د سولې په هکله تازه څرګندونې وکړې. نوموړي په دې مرکه کې په قطر کې د امریکايي چارواکو او طالبانو او همدا راز د افغانستان د سولې د لړۍ په هکله وویل چې آلمان او نور [هیوادونه] له دغې ډلې [طالبانو] سره په خبرو بوخت وو او دا چې برلین په دې کې ځانګړی نقش لري.

Afghanistan Markus Potzel
انځور: DW/H. Sirat

پوڅل همدا راز زیاته کړه چې آلمان د افغانانو او په ځانګړې توګه د افغانستان د حکومت ډیر اعتماد لري. نوموړي دویچه ویله ته وویل چې طالبان هم تر یوې اندازې پورې غواړي چې موږ د منځګړي نقش ولوبوو. هغه زیاتوي چې په پای کې د افغانستان شخړه باید پخپله د افغانانو په لاس حل شي.

د پاکستان او افغانستان له پاره د آلمان ځانګړي استازي همداراز یادونه وکړه چې د سولې خبرې باید د افغان حکومت او د طالبانو ترمنځ وشي. نوموړي په دې مرکه کې د نړیوالې ټولنې تر ټولو سترې تیروتنې ته هم اشاره وکړه. پوڅل وویل چې موږ [نړیوالې ټولنې] دغه هیواد [افغانستان] ته له کنترول پرته ډيرې پیسې انتقال کړې او دغه څه په دې هیواد کې د فساد اساس جوړوي.