1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

د افغانستان له پاره د کریکټ شورا له خوا پلان شوي لوبې

۱۳۹۷ خرداد ۳۱, پنجشنبه

د کریکټ نړیوالې شورا د بشپړ غړیتوب لرونکو هیوادونو له پاره د لوبو پنځه کلن مهالویش ترتیب او خپور کړی دی. په دې لوبو کې د افغانستان له پاره هم یو شمیر لوبې پلان شوي، خو کله او له چا سره؟

https://p.dw.com/p/300Et
Cricket Afghanistan - British West Indies
انځور: Getty Images/AFP/P. Paranjpe

د کریکټ نړیواله شورا د بشپړ غړیتوب لرونکو هیوادونو له پاره پنځه کلن مهالویش ترتیبوي چې پکې ټیسټ لوبې، یو ورځنۍ او شل اوریزې لوبې شاملې دي. په دې مهالویش کې د افغانستان له پاره هم یو شمیر لوبې په پام کې نیول شوي دي.

د کریکټ بورډ د نړیوالې شورې د مهالویش په اساس ټاکل شوې افغانستان د روان ۲۰۱۸م کال په اګست میاشت کې له ایرلنډ سره درې یو ورځنۍ او درې شل اوریزې لوبې ولري.

سربیره پر دې د همدې روان کال په سپتمبر میاشت کې به افغانستان د آسیا کپ په سیالیو کې برخه واخلي چې په متحده عربي اماراتو کې کیږي.

د ۲۰۱۹م کال په ترڅ کې هم افغانستان یو شمیر لوبې لري. د ۲۰۱۹م کال له فبروري نه تر مارچ میاشتې پورې بیا هم افغانستان د آیرلنډ پر وړاندې یوه ټیسټ لوبه، پنځه یو ورځنۍ او درې شل اوریزې سیالۍ لري.

د همدې ۲۰۱۹م کال په مې میاشت کې بیا افغانستان، ایرلنډ او بنګله دیش د یو ورځنیو لوبو یو درې اړخیز سیریز لري. د سیریز تر پای ته رسیدو سره سم په جولای میاشت کې بیا د انګلستان په کوربه توب نړیوال جام پیلیږي. د نړیوال جام د لوبو مهالویش له وړاندې نه ترتیب شوی دی چې په دې انځوریز البوم کې یې په هکله جزئیات کتلی شئ.

تر نړیوال جام وروسته د ۲۰۱۹م کال په اګست میاشت افغانستان له زمبابوې سره هم یو شمیر لوبې لري. له زمبابوې سره په لوبو کې افغانستان یوه ټیسټ لوبه، پنځه یو ورځنۍ او درې شل اوریزه لوبې لري.

د همدې ۲۰۱۹م کال په اکتوبر میاشت کې بیا افغانستان د بنګله دیش پر وړاندې یوه ټیسټ لوبه او دوه شل اوریزه لوبې لري.

د ۲۰۱۹م کال په وروستیو یعنې په نومبر میاشت کې افغانستان بیا د ویسټ انډیز سره مخامخیږي. په دې لوبو کې یوه ټیسټ لوبه، درې یو ورځنۍ او درې شل اوریزې لوبې پلان شوي دي.

سربیره پر دې ۲۰۲۰م کال هم د افغانستان له پاره یو مصروف کال دی. د ۲۰۲۰م کال په مارچ میاشت کې افغانستان او ایرلنډ یوه ټیسټ او درې شل اوریزې لوبې لري. د همدې ۲۰۲۰م کال په اګست میاشت کې بیا هم له آیرلنډ سره درې شل اوریزه لوبې پلان شوي دي.

له آیرلنډ سره تر لوبو وروسته بیا د ۲۰۲۰م کال په سپتمبر میاشت کې د آسیا جام سیالۍ دي چې په دې کې هم افغانستان له آسیايي هیوادونو لکه هندوستان، پاکستان، سریلانکا او بنګله دیش سره یو شمیر لوبې لري.

تر آسیا کپ وروسته د شل اوریزو نړیوال جام پیلیږي. چې دغه جام به هم د اکتوبر میاشتې نه پیل او تر نومبر میاشتې پورې ادامه پیدا کړي. د شل اوریزو نړیوال جام تر لوبو وروسته افغانستان بیا د ۲۰۲۰م کال د نومبر په میاشت کې له آسترالیا سره یوه ټیسټ لوبه لري.

په ۲۰۲۱م کال کې د جون په میاشت کې افغانستان له آیرلنډ سره یوه ټیسټ، درې یو ورځنۍ او درې شل اوریزې لوبې لري. تر دې سمدلاسه وروسته په فروري میاشت کې له زمبابوې سره دوې ټیسټ او درې شل اوریزې لوبې پلان شوي دي. د همدې کال په مارچ میاشت کې بیا له هندوستان سره درې یو ورځنۍ لوبې پلان شوي.

Cricket - Afghanistan vs Westindien
انځور: Getty Images/AFP/R. Brooks

د ۲۰۲۱م کال په جولای-اګست کې افغانستان له سریلانکا سره درې یو ورځنۍ او درې شل اوریزه لوبې لري او له پاکستان سره په سپتمبر میاشت کې بیا درې یو ورځنۍ لوبې پلان شوي دي. د همدې کال په اکتوبر میاشت کې بیا هم ایرلنډ او افغانستان سره مخامخیږي او درې شل اوریزې لوبې ورته پلان شوي دي. په ۲۰۲۱م کال بیا هم د شل اوریزو لوبو نړیوال جام لوبي دي چې په اکتوبر کې پیلیږي او تر نومبر میاشتې پورې دوام پیدا کوي.

تر نړیوال شل اوریز جام وروسته افغانستان له زمبابوې سره یوه ټیسټ، درې یو ورځنۍ او دوه شل اوریزې لوبې لري. د همدې کال په دسمبر میاشت کې بیا له هالنډ سره درې یو ورځنۍ او درې شل اوریزه لوبې پلان شوي دي.

په ۲۰۲۲م کال کې افغانستان په فرورۍ میاشت کې له بنګله دیش سره درې یو ورځنۍ او دوه شل اوریزې لوبې لري. په مارچ کې بیا له آسترالیا سره درې یو ورځنۍ او په اګست کې له آیرلنډ سره یوه ټیسټ، درې یو ورځنۍ او درې شل اوریزې لوبې لري. په سپتمبر کې بیا له آسترالیا سره یوه ټیسټ لوبه لري.

له آسترالیا سره تر لوبې وروسته بیا هم د ۲۰۲۲م کال د آسیا کپ سیالۍ دي چې افغانستان هم پکې برخه لري. تر آسیا کپ وروسته افغانستان په ۲۰۲۲م کال کې کومې لوبې نه لري خو د ۲۰۲۳م کال په جنوري کې بیا له ویسټ انډیز او نیوزیلنډ سره د درو یو ورځنیو لوبو یو سیریز پلان شوی دی.

زموږ له آرشیف څخه: