1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د افغانستان هيروئين د اسلامي دولت ډلي ملا تړي»

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ آذر ۸, شنبه

په روسيه کي د نشه يي موادو د راکړي ورکړي د کنترول اداره وايي چي د افغانستان هيروئين په عراق او سوريه کي د «اسلامي دولت» ډلي مالي ملاتړ کوي.

https://p.dw.com/p/1DwuD
انځور: picture alliance/ZUMA Press/M. Dairieh

د روسيې دغه اداره په دې باور ده چي تروريستي ډله «اسلامي دولت» له افغانستان څخه د قاچاقېدونکو هيروئينو په مرسته جگړه پر مخ بيايي.

په روسيه کي د نشه يي موادو د راکړي ورکړي د کنترول ادارې د مطبوعاتي دفتر له خوا په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي دي: «په ځانگړې توگه له افغانستان څخه په ستره کچه د هيروئينو کارو بار له مالي اړخه د اسلامي دولت ډولي ملا تړي.»

ويل کيږي چي د دغو هيروئينو نيمايي برخه چي د بې ثباته عراق او يو شمېر افريکايي هيوادونو له لاري اروپا ته انتقاليږي، گټه يې ترهگري ډلي «اسلامي دولت» ته ورځي.

په سوريه او عراق کي د تيلو عايد

په اوس وخت کي اسلامي دولت ډله، يوازي د عراق په شمال کي د تيلو اووه کوچنۍ سيمي په کنترول کي لري. د تيلو دغه کوچنۍ سيمي بسنه کوي چي دغه تروريستي ډله له مالي اړخه پر خپلو پښو ودروي.

اسلامي دولت ډله د ورځي له ۳۰۰۰۰ څخه تر ۸۰۰۰۰ ډبو پوري اومه تيل راباسي چي د اټکلونو له مخي د ورځي ۱،۲ ميليونه ډالره کيږي.

دغه تروريستي ډله اوس د عراق په شمال «بيجي» سيمه کي چي د تيلو ستره سيمه ده، د په لاس راوړلو له پاره جنگيږي.

د سوريې اپوزيسيون د معلوماتو له مخي اسلامي دولت ډلي، په دغه هيواد کي د تيلو نژدې ۶۰ سلنه سيمي په خپل کنترول کي راوستي دي. د دغو سيمو د تيلو د راايسلتو ورځنی برآورد ۵۰۰۰۰ ډبې دی چي د ورځي ۲ ميليونه امريکايي ډالره کيږي.

اسلامي دولت ډله په دغو پيسو څه تمويلوي؟

اوس دغه تروريستي ډله د دغو پيسو ډيره برخه د وسلو په پېرودلو او جنگياليو ته د معاشونو په ورکولو سره مصرفوي. پر دې سربيره دغي ډلي اوس په سوريه کي د خلافت جوړولو بنسټيز کارونه خپل هدف ټاکلی دئ.

د اسلامي دولت ډلي اوس لاري او ښوونځي جوړوي او په حمل و نقل کي پانگونه کوي. پر دې سربيره دغه تروريستي سازمان سيمه ييزو خلکو ته خوراکي مواد برابروي او ځينو خلکو ته پيسې ورکوي.