1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان پارلمان ته کانديدان څوک دي؟

۱۳۹۷ مهر ۲۵, چهارشنبه

ډاکټران، ملایان، د جنګسالارانو زامن، فیمنستان او آن یو زنداني د افغانستان پارلمان ته په کانديدانو کې شامل دي. د اکتوبر پر۲۰مه نیټه پارلماني ټاکنو ته تر ۲۵۰۰ ډیرو کسانو ځانونه نومولي دي.

https://p.dw.com/p/36hGM
Afghanistan Kabul Wahlplakat Parlamentswahl
انځور: picture-alliance/dpa/R. Gul

له۲۰۰۱م کال راهیسې د افغانستان په دریمو پارلماني ټاکنو کې د ټاکنیزو مبارزاو میدان ډیره ګڼه ګوڼه لري. د افغانستان د ښارونو پر دیوالونو، د سړکونو پر څراغونو او آن د رستورانتونو پر لوحو باندې پارلمان ته کانديدانو خپل انځورونه او انتخاباتي نښانونه نصب کړي چې ځان رای ورکوونکو ته وپیژني.

د نوماندانو شعارونه او ژمنې هم ډیري متفاوتې دي خو له فساد سره مبارزه او امنیت ښه کول د ډیرو کانديدانو په شعارونو کې شامل دي. خو په افغانستان کې بیا د پارلمان پر پخوانیو غړو باندې له دې کبله نیوکې کیږي چې په خپلو ډیرو لومړنیو دندو کې پاتې راغلي دي.

یوازې له کابل څخه چي په پارلمان کي يې د چوکيو ونډه ۳۳ ده،۸۰۰ کسانو ځانونه کانديد کړي دي. له کابله یو کانديد احمد تمیم رحمان، وویل: «زه ډاکټر یم او له همدې کبله د ټولنې په نبض خبر یم. پوهیږم چې ستونزې چیرې دي او څرنګه حلیدای شي.»

هغه زیاته کړه: «زه له وضعیته، له نه ختمیدونکي فقر، جګړې او بدبختي په تنګ یم.»

خو په افغانستان کې کمپاین کول ستونزمن کار دی. د ټاکنیز بهیر له پیل راهیسې په سونو کسان د ځانمرګو بریدونو په پایله کې وژل او یا هم ټپیان شوي چي په دوی کي لس کانديدان هم وژل شوي دي.

طالبان کانديدان ګواښي چې له ټاکنو لاس پر سر شي که نه نو بريدونه به پرې وشي. خو له کابله بله نومانده او د ښځو د حقونو په برخه کې فعاله ویدا ساغري، وایي چې د طالبانو دغو ګواښونو نه ده ویرولې: «ما تل خپل ژوند په خطر کې اچولی چې د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو له پاره مبارزه وکړم.»

هغې زیاته کړه: «اوس هم نه یم ویریدلې او د پارلمان د څوکۍ له پاره مبارزه کوم.»

د افغانستان د پارلمان غړي د دې هیواد د شرایطو په پام کې نیولو سره له ډیرو ښو امتیازاتو برخمن دي. یو استازی په میاشت کې۲۰۰ زره افغانۍ معاش، د ساتونکو او نورو لګښتونو پیسې تر لاسه کوي. دا په افغانستان کې ډیر لوړ امتیازات دي.

پر دې سربیره قضایي مصئونیت هغوی له زندان ساتي که د پارلمان غړي په کوم جرم کې ښکیل شي. پر دې سربیره پر پخوانیو غړو باندې له خپل موقف څخه د اقتصادي ګټې د ترلاسه کولو تورونه هم لګول شوي دي.

د نوماندانو په ډله کې یو داسې کس هم شته چې پخپله په زندان کې دی او غواړي له همدې زندانه د خپلو خلکو استازيتوب وکړي. د لوی څارناولی یوه ویاند تایید کړې ده چې په دوو کلونو زندان محکوم عبدالکریم شفق، اوس هم د فراه ولایت د نوماندانو په ډله کې شامل دی. دا په داسې حال کې دی چې هغه اوس په زندان کې خپل د سزا وخت تیروي.

که څه هم کانديدان به په خپلو کمپاینونو کې ستري ژمنې کوي، خو د اسیا بنسټ له خوا په اګست میاشت کې یوه خپره شوې څیړنه ښيي چې یوازې ۱۰ افغانان په دې باور دي چې د پارلمان غړي د ملکي ګټو په کیسه کېدي. ۳۷ سنله افغانانو بیا ویلي دي چې استازې یوازې د شخصي ګټو په لټه کې دي.