1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان پخوانی ولسمشر مجددي ومړ

۱۳۹۷ بهمن ۲۳, سه‌شنبه

پر افغانستان د شوروي اتحاد د یرغل تر ماتې وروسته، لومړی ولسمشر حضرت صبغت الله مجددي د ور پيښي ناروغۍ له کبله د ۹۳ کلونو په عمر ومړ. تر دې مخکې هم څو ځله د هغه د مرګ خبرونه ورکړل شوي ول.

https://p.dw.com/p/3DBQw
Sibghatullah Modschaddedi
انځور: picture-alliance/dpa

حضرت صبغت الله مجددي په ۱۹۹۲م کال کې پر افغانستان د شوروي اتحاد د يرغل تر ماتي وروسته لنډ مهال ولسمشر وو.

د مجددي پخواني ویاند شریف یوسفي ويلي دي چې مجددي په پلازمینه کابل کې د فبروري میاشتې پر ۱۱ نېټه د ۹۳ کلونو په عمر مړ شو.

په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد لس کلن حضور چې په ۱۹۸۹م کال کې پای ته ورسید، مجددي د امریکا متحده ایالتونو له ملاتړ څخه برخمن د کوچنۍ جهادي ډلې (ملي نجات جبهې) مشري پر غاړه درلوده. د افغانستان بل پخوانی ولسمشر حامد کرزی هم د دې ډلې یو له غړو څخه وو.

په افغانستان کې د هغه مهال د کمونیستي رژیم تر نسکوریدو وروسته، مجددي د دوو میاشتو له پاره د افغانستان د ولسمشرۍ واګې په لاس کې واخیستې. تر هغه وروسته د جمعیت ګوند مشر برهان الدین رباني بیا د هغه ځای ناستی وټاکل شو چې د پریکړې له مخې یې باید یوازې څلور میاشتې ولسمشري کړې وای، خو د نوموړي د ولسمشرۍ موده څلورو کلونو ته وغځیده.

د رباني د واک په موده کې په ټول افغانستان او کابل کې د مجاهدینو د ګڼ شمیرو ګوندونو ترمنځ خونړۍ جګړو دوام درلود، چې بیا وروسته په ۱۹۹۶م کال کې د طالبانو په راتګ سره پای ته ورسیدې.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د مجددي د مرګ په هکله څو ځله خبرونه ورکړل شوي وو. مجددي د نورو جهادي څیرو ترځنګ د افغانستان په داخلي سیاست کې یو له اغیزمنو څیرو څخه شمیرل کیدی.