1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان په اړه د اوسلو له غونډي سره سم د ښځو احتجاج

۱۴۰۲ خرداد ۲۴, چهارشنبه

د ناروې په پایتخت اوسلو کي د طالبانو د استازو، سیاسي فعالانو، د افغانستان د مدني ټولنو او ځینو خارجي بڼسټونو په حضور، د تړلو دروازو ترشا یوه غونډه جوړه سوې ده. د ښځو د حقونو ځینو فعالانو د دغي غونډي په اړه احتجاج کړی دی.

https://p.dw.com/p/4SZ7Z
عکس از آرشیف: نشست سال گذشته اسلو با حضور مقام‌های طالبان
آرشیف: د طالب چارواکو په گډون په اوسلو کی د تیرکال ناستهانځور: Stian Lysberg Solum/NTB/REUTERS

د افغانستان په هکله د اوسلو دوهمه غونډه د سه شنبه په ورځ (د جون ۱۳ نیټه) په یوه هوټل کي د تړلو دروازو شاته پیل سوې او په پام کي ده چي د جون مياشتي تر ۱۵ پوري به دوام وکړي.

په دغه درې ورځنۍ غونډه کي د طالبانو استازو، مدني فعالانو او له افغانستان څخه سیاسي څېرو، د خارجي سازمانو استازو او د ناروې د پارلمان ځینو استازو گډون کړی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت تایید کړې ده چي په دغه غونډه کي د بهرنیو چارو، کورنیو چارو او دفاع وزارت ویاندانو گډون کړی دی.

د دغې غونډي یوه گډون کوونکي چي نه یې غوښتل خپل نوم یې په رپوټ کي خپور سي، دویچه ویله ته وویل چي په دغو دوو ورځو کي په افغانستان کي د سولې، امنیت او بشري حقونو په هکله بحثونه کیږي.

د جعفر مهدوي په نوم یوې سیاسي څېرې چي له کابل څخه دغي غونډي ته تللی، په خپل تویتر کي لیکلي: «په نظرونو او کړنلارو کي پر تفاوتونو سربیره، د افغانستان خلک له دغو خبرو اترو څخه د حل لاري د یوه تر ټولو اغیزمن میکانیزم په توگه ملاتړ کوي.»

تیرکال هم د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر امیر خان متقي او د دغي ډلې مخور غړي انس حقاني په گډون، د افغانستان په هکله په ناروې کی یوه غونډه جوړه سوې وه چي د بشري حقونو د فعالانو له انتقادونو سره مخامخ سوه.

Norwegen, Oslo | Protest von Mina Rafiq aus Afghanistan
مینه رفیق د چادري په اغوستو سره د اوسلو په ناسته کی د طالبانو د دعوت په وړاندي احتجاج کړیانځور: Najwa Alimi

د افغانستان داخلي رسنیو رپوټ ورکړی دی چي په دغه غونډه کي د طالبانو د ادارې  یوازي »د عامه خدماتو دریو تنو« ته بلنه ورکړل سوې ده، نه د طالبانو رهبرانو ته.

د دغي غونډي د جوړولو سره سم، د بشري حقونو او ښځو فعالانو د هغه هوټل په مخکي سره راټول سوي چي دغه غونډه پکښې جوړه سوې ده. هغوی په دغه غونډه کي طالبانو ته د دعوت ورکولو په وړاندي احتجاج کوي.

د ښحو د حقونو فعاله مینه رفیق چي د دغو احتجاج کوونکو په ډله کي ده وايي چي د چادري په کولو سره به د نوموړي کنفرانس د جوړولو په ځای کي د دریو ورځو له پاره د احتجاج په توگه ولاړه وي.

رفیق دویچه ویله ته وویل: «طالبان یوه ترهگره ډله ده او ۵۱ سلنه د افغانستان نفوس، یعنی ښځي یې د کار، تحصیل او آزادۍ څخه منع کړي دي. د طالبانو دعوت، د ترهگرو د دعوت په معنی دی.»

په ناورې کی اوسیدونکي دغي فعالي وویل: «د ناروې خارجه وزارت موږ ته وعده راکړې وه چي په دغه غونډه کي به طالبانو ته بلنه ور نه کړي، بلکي د خلکو هغه استازي به راوغواړي چي د افغانستان د ستونزو او د هغو د حل لارو په هکله بحثونه وکړي. خو متأسفانه دغي غونډي ته د طالبانو درې کسان  رادعوت سوي دي.»

Norwegen, Oslo | Protest von Mina Rafiq aus Afghanistan
مینه رفیق د اوسلو د غونډي په مخکی د احتجاج په توگه ولاړه دهانځور: Najwa Alimi

تیره ورځ شاوخوا ۵۰ تنو مدني او د ښځو د حقونو فعالانو د مینه رفیق څنگ ته حضور وموند او په دغه غونډه کي یې د طالبانو د استازو د حضور پرضد خپل احتجاج څرگند کړ. هغوی له نړیوالو او ناروې هیواد څخه وغوښتل چي د طالبانو حکومت په رسمیت و نه پیژني.

طالبانو تر اوسه د اوسلو د غونډي په هکله څه نه دي ویلي. د طالبانو ویاندانو د دویچه ویله د خبریال پیغامونو او اړیکو ته کوم جواب و نه وايه.

GP/NZ/Akrami, Mohammad Eshaq