1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

په جګړه ځپلو سیمو کې په پنځو کې یو تن رواني ناروغۍ لري

۱۳۹۸ خرداد ۲۲, چهارشنبه

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي دي چې په جګړه ځپلو سیمو کې د هرو پنځوو کسانو له ډلې څخه يې یو تن له رواني ناروغۍ کړیږي. د دې سازمان موندنې د افغانستان په څېر هیوادونو کې د جګړې اغیزې په ډاګه کوي.

https://p.dw.com/p/3KFdG
Niedergeschlagenheit Gestik
انځور: picture-alliance/empics/D. Cheskin

د روغتیا نړیوال سازمان یا WHO د سه شنبې په ورځ وویل چې د افغانستان، عراق، سویلي سوډان، سوریې او یمن په څیر هیوادونو کې د هرو پنځو کسانو له ډلې څخه یو تن یې د دیپریشن یا ژور خپګان، تشویش، مابعد رواني ناروغيو، خوی د فاحش بدلون او سکیزوفرونيا رواني ناروغیو له ډلې څخه یوه لري.

دا په داسې حال کې ده چې په هغو سیمو کې چې جګړه په کې نه شته بیا د رواني ناروغیو پیښې ډیرې نه دي او د هرو ۱۴ کسانو په ډله کې یو تن په دغو ناروغیو اخته دي.

د دې سازمان د څېړونکو ډلې ویلي دي چې په رواني ناروغیو د اخته کسانو لوړ شمیر ته په کتو سره او د اخته کسانو د کړاونو پای ته رسیدو په موخه تدابیرو ته سخته اړتیا لیدل کیږي.

د روغتیا په نړیوال سازمان کې د رواني روغتیا کارپوه مارک فون اوریمن، ویلي دي چې دغه موندنې د رواني روغتیا په برخه کې بیړنیو او دوامدارو پانګونو ته اړتیا په ډاګه کوي.

په ۲۰۱۶ کال کې په نړۍ کې د وسلوالو شخړو شمېر ډېر لوړ شو. د ملګرو ملتونو د شمیرو له مخې د نړۍ ۱۲ سنله نفوس په داسې سيمو کې ژوند کوي چې په کې فعاله جګړه روانه ده. له دویمي نړیوالې جګړې راهیسې نزدې ۶۹ میلیونه انسان د جګړو او تاوتریخوالي له کبله د خپلو سیمو پریښودو ته اړ شوي دي.

د روغتیا د نړیوال سازمان د رواني روغتیا په اړه څېړنه په «لنسیت طبي مجلې» کې خپره شوې ده. دغه څېړنه د روغتیا د نړیوال سازمان، د استرالیا د کوینز لند پوهنتون، د واشنګټن د پوهنتون او د امریکا د هارورد پوهنتون د څیړونکو له خوا ترسره شوې ده.

د دې څیړنې په ترڅ کې د ۳۹ هیوادونو په اړه ۱۲۹ نورې څیړنې چې د ۱۹۸۰ کال څخه د ۲۰۱۷ کال تر اګست میاشتې پورې ترسره شوې وې، څیړل شوې دي.

ms/bs (reuters)

زموږ له آرشيف څخه: