1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

د افغانستان کریکټ بورډ نړیوال جام ته لوبډله اعلان کړه

۱۳۹۸ اردیبهشت ۲, دوشنبه

د افغانستان کریکټ بورډ غوراوي کميټې د ۲۰۱۹م کال د نړیوال جام له پاره خپله پنځلس کسیزه لوبډله اعلان کړه. د کریکټ په نړیوال جام کې لس لوبډلې ګډون لري چې زیاترو يې لا تر مخه د دغه جام له پاره خپلې لوبډلې اعلان کړي دي.

https://p.dw.com/p/3HCmN
Afghanistan National Team squad for ICC Cricket World Cup 2019
انځور: Afghanistan Cricket Board

د افغانستان کریکټ بورډ د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۹م کال د اپریل ۲۲مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره د لوبډلې د غوره کیدو اعلان وکړ. د کریکټ بورډ د اعلامیې له مخې دغه پنځلس کسیزه ډله د هغو ۲۳ لوبغاړو له منځه غوره شوې ده چې دا مهال په سویلي افریقا کې په تمریناتو بوخته ده.

په اعلامیه کې د غوراوي کمېټې د مشر دولت خان احمدزي له قوله لیکل شوي دي: «ټول لوبغاړي د شپږو میاشتو لړۍ او چمتووالي وروسته غوره شوي او زموږ یوازینۍ موخه هم په نړیوال جام کې د ډیرو ښو لوبو تر سره کول دي.»

د نړیوال جام له پاره د افغانستان د کریکټ لوبډله وروسته تر هغې اعلانيږي چې د یکشنبې په ورځ په سویلي افریقا کې پخواني لوبډلمشر اصغر افغان د کپتانۍ چارې رسما نوي لوبډلمشر ګلبدین نائب ته وسپارلې.

خو په لوبډله کې تیز توپ اچونکی شاه پور ځدراڼ نه دی اخیستل شوی او تر ډیري مودې وروسته یو ځل بیا د حمید حسن نوم د لوبډلي په ليست کې شته.

په لوبډله کې دغه لوبغاړي اخیستل شوي دي: ګلبدین نایب لوبډلمشر، شهزاد محمدي (ویکټ ساتونکی) نور علي ځدراڼ، حضرت الله ځاځی، رحمت شاه، اصغر افغان، حشمت الله شهیدي، نجیب الله ځدراڼ، سمیع الله شینواری، محمد نبي، راشد خان ارمان، دولت ځدراڼ، آفتاب عالم، حمید حسن او مجیب ځدراڼ.

د خبر پاڼې له مخې درې لوبغاړي د احتیاطي لوبغاړو په توګه غوره شوي دي چې پکې اکرام علي خېل، کریم جنت او سعید شیرزاد شامل دي.

د حمید حسن په هکله د غوراوي کمیټې د مشر دولت خان احمدزي له قوله ویل شوي دي: «له نیکه مرغه د حمید حسن بیا راتګ یو ښه زیری دی خو بیا هم په راتلونکو تمریناتي لوبو کې د هغه فټنس او پیاوړتیا ارزوو.»

نړیوال جام

په پام کې ده چې د کریکټ نړیوال جام د روان میلادي کال د می میاشتې په ۳۰مه نېټه پیل شي او د جولای تر ۱۴ دوام وکړي. په دغه جام کې پر افغانستان سربیره، آسترالیا، بنګله دیش، انګلستان، هند، نوی زیلنډ، پاکستان، سویلي افریقا، سریلانکا او ویسټ انډیز شامل دي. افغانستان به د جون میاشتې پر لومړۍ نیټه له آسترالیا سره خپل بخت وآزمایي.

تر افغانستان دمخه نوي زیلنډ، آسترالیا، هند، بنګله دیش، انګلستان، سریلناکا، سویلي افریقا او پاکستان د نړیوال جام له پاره خپلې لوبډلي اعلان کړي دي.

د تیر نړیوال جام له پاره د افغانستان د کریکټ لوبډله (زموږ له آرشیف څخه):