1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د گډوهمکاریو په هکله د آلمان او عربستان د خارجه وزیرانو خبري

۱۴۰۲ اردیبهشت ۲۶, سه‌شنبه

د آلمان د بهرنیو چارو وزیرې انالينا بيربوک، په جده کي له خپل سعودي سیال فیصل بن فرحان سره ملاقات او خبري اتري کړي دي. د هغوی د بحث موضوعگاني د انرژي او بشري حقونو په هکله وې.

https://p.dw.com/p/4RQ5k
Saudi-Arabien Dschidda | Besuch Außenministerin Baerbock
انځور: Bernd von Jutrczenka/dpa/picture alliance

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالينا بيربوک له سعودي څخه د لیدني کتني پر مهال د دواړو هیوادونو ترمنځ د ژورو اړیکو غوښتونکې سوه او خپله دغه لیوالتیا یې د بشري حقونو د درناوي له غوښتني سره په تړاو کي وبلله.

انالينا بيربوک په جده کي وویل چي سعودي عربستان د زرغون هایدروجن او بادي انرژۍ په برخه کي د اقلیمي همکاریو «د نه باور وړ پوتنشیل» لري. هغې زیاته کړه، که څه هم دغه اقتصادي همکاري نه سي کولای »د قانون د حاکمیت، بشري حقونو او مدني آزادۍ گانو څخه بیل په نظر کي ونیول سي.« د هغې په خبره دا د یوې «سکې دوه اړخه» دي.

بېربوک: چین کولای سي د اوکراین د جګړې په پای ته رسولو کي مرسته وکړي

د آلمان د بهرنیو چارو وزیرې، د سعودي عربستان له خارجه وزیر فیصل بن فرحان سره تر لیدني کتني وروسته وویل چي د آلمان تر نظر لاندي د اقتصادي همکاریو ژوروالی «یوازي هغه وخت عملي کیدای سي چي اقلیمي همکارۍ او اقتصادي اړیکي پر گډو قواعدو ولاړي وي.»

بيربوک د ټولنیزي بیارغوني په برخه کي د سعودي عربستان هڅي وستایلې. هغې همدارنگه په ټولنه کي د ښځو مخ پر زیاتیدونکي ټولنیز مشارکت ته اشاره وکړه او ويې ویل: «دا کار دستایلو وړ دی.« د آلمان د خارجه وزیرې په وینا »یو گډ تفاهم موجود دی او هغه دا چي که د ټولني نیمايي برخه منزوي سي، اقتصادي پرمختگ به کومه گټه ونه رسوي.»

په عین حال کي بيربوک د نظر هغو اختلافونو ته اشاره وکړه چي نوموړې یې په هکله د سعودي له خارجه وزیر سره بحثونه کړي دي. هغې وویل هر چاته معلومه ده چي دواړه هیوادونه د بشري حقونو په برخه کي لا ډیر اختلافونه لري. هغې د مثال په ډول په سعودي عربستان کي د اعدام سزا له عملي کیدو او همدارنگه د آزادیو له محدودیتونو څخه یادونه وکړه.

بيربوک د دوشنبه په ورځ د خپلي لومړۍ لیدني کتني له پاره سعودي عربستان ته سفر وکړ. هغه غواړي د سې شنبې په ورځ په جده کي د یمن د کړکیچڼو په هکله خبري اتري وکړي. له هغه وروسته به قطر ته هم سفر وکړي.

GP/NZ/DW.Online