1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اقليم کنفرانس نور هم اوږد شو

۱۳۹۷ آذر ۲۴, شنبه

د اقليم داسې کنفرانس چې په ټاکلي وخت پای ته رسيږي ښايي استثنا وي. دا ځل هم د پولنډ په کاتوويڅ ښار کې ځنډ راغلی دی. وروستۍ اعلاميه لا زيات وخت غواړي، خو نوی تقسيم اوقات بيا تعيين شوی دی.

https://p.dw.com/p/3AB3h
Weltklimagipfel in Kattowitz
انځور: picture-alliance/dpa/M. Skolimowska

په تالار کې د وروستي متن د نوې مسودې په سر ناسته په پای کې دولسو بجو ته وځنډول شوه، په داسې حال کې چې اول اته بجې او بيا وروسته لس بجې ټاکل شوې وې. دا چې دغه تقسيم اوقات يا مهال وېش به مراعات شي، که نه بيا بله نامعلومه خبره وه، ځکه چې د بېلابېلو هېوادونو تر منځ ډېرې لانجې هم په دغه کنفرانس کې موجودې وې.

د پرمختيايي او پرمختللو صنعتي هېوادونو تر منځ يوه ټلواله چې د آلمان د چاپېريال وزيره، سوُېنيا شولڅه، په کې هم شتون او هم نقش لري، د جمعې په ماښام (د ۲۰۱۸ کال د دسمبر ۱۴مه) پر مرکچيانو غږ وکړ چې زيات زړه او زړورتيا دې وښيي. د چاپېريال د چارو آلماني سازمانونو د آلمان له صدراعظمې څخه بيا غوښتي دي چې د کنفرانس په برياليتوب کې هم ورسره مرسته وکړي. 

ځينې مخ ته ځي، نور بيا خنډ ګرځي

د «لوړو هدفونو» په نوم د ائيتلاف غړو په ګډه په تکې باندې ليکل شوی داسې يو شعار ښکاره کړ چې ورباندې راغلي ول: «په ګډه د زيات همت په لور». د آلمان د چاپېريال وزيرې شولڅه وويل چې دغه ائيتلاف په ۲۰۱۵ کال کې د پاريس د غونډې پر وخت هم «د يوه پياوړي تړون» طرفداري کړې وه.

د اروپايي ټولنې د اقليم د چارو کميسار، ميګل آرياس کانېته، وويل د نړۍ د اقليم د شورا «آي پي سي سي» د يوې نيمې درجې په نوم د رپوټ نتايج دا ښيي چې د کنفرانس ګډونوال بايد «له کوښښونو او هڅو دريغ ونه کړي» څو همتناکې او قوي پرېکړې وشي. د دغه نظر ملاتړ له اقليمي بدلون څخه د سختو اغېزمن شوو وړو ټاپو وزمه هېوادونو او نورو پرمختيايي هېوادونو له خوا وشو.
کنفرانس ناکامېدای هم شي؟

د کنفرانس د ناکمېدو د وېرې له کبله د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونيو ګوتېرش په د دسمبر مياشتې په پيل کې د کنفرانس د شروع کېدلو راهيسې په دريم وار کاتوويڅ ته سفر وکړ. هغه ډېر زيار وويست څو د يو شمېر دوه اړخيزو خبرو اترو له لارې له دغو مذاکراتو څخه حمايت وکړي. د مالديف هېواد د پلاوي مشر او پخواني ولسمشر، محمد نشيد، خبرداری ورکړ او ويې ول چې «موږ د دې وخت نه لرو او په دې وضعيت کې نه يو څو انتظار وباسو. موږ بايد همدا اوس عمل وکړو.»

UN-Klimakonferenz COP24 2018 in Polen
د ملګرو ملتونو سرمنشي کوتېرش هم ځو وارې په کنفرانس کې راڅرګند شوانځور: picture-alliance/ZUMAPRESS/O. Marques

جرمن واچ، ګرين پيس آلمان، ډبل يو ډبل يو اف او د چاېريال او طبيعت د ساتنې اتحاد په يو ګډ ليک کې د آلمان صدراعظمې مېرکل ته ليکلي ول چې په کاتوويڅ کې د اقليم په سر کنفرانس «له ناکامېدو» سره مخامخ دی. د آلمان صدراعظمه بايد د هغوی په نظر د خبرو اترو په دغه سخت حالت کې څرګنده کړي چې هغه د آلمان په سوسيال دموکرات ګوند پورې د مربوطې وزيرې شولڅه له خوا اعلان شوي «لوړ هدفونه» حمايه کوي او د دغسې لوړو هدفونو څخه ملاتړ کوي.