1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د المان جمهور رييس د نوو نازيانو لخوا وژني و غندلې

۱۳۹۰ آبان ۲۶, پنجشنبه

د آلمان جمهور رييس، کريستيان وولف، د نازيانو لخوا د څو تنو ترکانو او يونانيانو وژنه په کلکه وغندله. هغه ويلي چي د هيواد خلک ئې د ښی اړخو افراطيانو د تاوتريخوالي قرباني سوي دي.

https://p.dw.com/p/13CVs
د المان جمهور رييس کريستيان وولف
د المان جمهور رييس کريستيان وولفانځور: dapd

وولف د چهارشنبې په ورځ د يهودانو د شورا لخوا د «لوبيک» جايزه تر لاسه کړې ده. ولف ته د دغي جايزې په ورکولو سره د يهودانو شورا د وولف څخه قدرداني کړې ده.

د آلمان جمهور رييس د لوبيک د جايزې د ترلاسه کولو پر مهال د ۲۰۰۰کال څخه تر ۲۰۰۷کاله پوري د تر سره شوو قتلونو په اړه هم خبري وکړې. اوس دا روښانه سوې، چي په آلمان کي نوي نازيان د دغو قتلونو تر شا لاس لري.

وولف وويل، چي لا تر اوسه پوري معلومه نه ده چي په دغو کلونو کي څومره کسان وژل شوي دي. هغه پخپلو خبرو کي دا مسله مطرح کړه چي ايا آلمان د قربيانو او د هغوئ د خپلوانو سره عدالت کړی دئ که نه.

د آلمان جمهور رييس د دغو قتلونو د قضيو په اړه ټوله ټولنه ګرم وبلله.

«د قربانيان د خپلوانو په اړه بايد چپ پاتي نه شو. موږ بايد د هر هغه څه په وړاندي چي د بهرنيانو څخه او د هغوئ په وړاندي ويره رامنځ ته کوي مبارزه وکړو.»

د المان جمهور رييس وويل، چي بد ګويي او افتراآت د تاوتريخوالي له پاره لاره هواره وي. هغه د آلمان د اساسي قانون دريمه ماده ياده کړه چي وايي: «هيڅ چا ته هم بايد د هغه د جنسيت، زېږېدني د ځای، نژاد، عقايدو، سياسي او ديني نړۍ ليدني ضرر و نه رسيږي او يا ورته ترجيح ور نه کړل سي.»

د آلمان د يهودانو د مرکزي شورا رييس، ديتر ګراومن، هم پخپلو خبرو کي په آلمان کي د بهرنيو د قتلونو په اړه خبري وکړي. هغه په دې موضوع کي د رسنيو لخوا د «دونر د قتل» د عبارت بر استعمال نيوکه وکړه.

د «دونر قتل» د ځينو رسنيو لخوا د هغو کسانو د وژنو په اړه استعماليږي چي له ترکيې او يا هم يونان څخه وي.

د آلمان ولسمشر، کريستيان وولف، وويل چي ډير ژر به د وژل سوو کسانو له کورنيو سره په خپله ليدنه وکړي. هغه زياته کړه چي د قربانيانو د خپلوانو سره د ليدني پر مهال به د آلمان د کابينې وزيران هم را وغوښتل سي.

مارسل ورستن هاو/ مسعود جهش

کتونکي: نجيب الله زيارمل