1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

المان: بانکي معاملاتو کي په تدریجي ډول د نقدو پيسو حذفیدل

۱۴۰۲ مهر ۳۰, یکشنبه

د رپوټونو په حواله په المان کې ډیر شمیر بانکونه د نقدو پيسو له اخیستلو څخه ډډه کوي. دا په داسې حال کې ده چې په دغه هیواد کې اوس هم په نقدو پيسو راکړې ورکړې ته لیوالتیا ډیره زیاته ده.

https://p.dw.com/p/4Xrl4
Themenbilder - Symbolbilder - Geld - 2022
انځور: K. Schmitt/Fotostand/picture alliance

په المان کې د بانکي څانګو لمنځه وړل او الکترونیکي بانکي معاملاتو ته د پراختیا ورکولو بهیر په ډیرې چټکۍ سره روان دی.

د رپوټونو په حواله په المان کې ډیر شمیر مختلف بانکونه په مخ پر پراخیدونکي ډول د خپلو څانګو د تړلو او د نقدو پيسوله اخیستلو څخه د ډډه کولو په حال کې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د نورو اروپايي هیوادونو د اتباعو په پرتله په نقدو پيسو پیر او پلور اوس هم د المانانو له پاره ډیرمهم دی. د دغه رپوټ پر بنسټ په دغه هیواد کې اوس هم تر نیمایي ډیره راکړه ورکړه په نقدو پيسو ترسره کیږي.

په ورته وخت کې له بانک کارتونو او ګرځنده تلیفونونو سره د پیسو تادیه کول هم مخ پر ډیریدو دي. ویل کیږي چې په کلني حساب په هر ډول عمر لرونکو کې له یوه تر دوه سلنه پورې په نقدو پیسو د معاملاتو حجم کم شوی دی.

د دې برعکس په ورته وخت کې یعنې په کلني حساب د کارت په وسیله د پیسو ورکولو په لړۍ کې پنځه سلنه زیاتوالی رامنځته شوی دی.

د بانکونو له پاره په کال کې دوه میلیارده یورو اضافي مصارف د نقدو پيسو له کبله

د فرانکفورت په یوه پوهنتون کې د مالي څانګې استاد بنیامین بورن، په دې اړه وایي: «د بانکونو د محلي څانګو حذف د تعجب وړ بهیر نه دی. نقدو پيسو ته د تقاضا کچه کمه شوې ده.»

د «مک کینزي» څیړنیز بنسټ چې د مشهوره ورکولو د خدماتو په برخه کې تخصص لري، د مطالعاتو په اساس پر نقدو پیسود بانکي خدماتو وړاندې کول بانکونو ته په کلني حساب د دوه میلیارده اضافي لګښتونو سبب کیږي.

آژانسونه: ش.ن/ا.و.ا