1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآلمان

د المان په دویسبورګ ښار کې پولیسو پراخ عملیات کړي دي

۱۴۰۲ اسفند ۲۰, یکشنبه

د دویسبورګ ښار د پولیسو چارواکو ویلي دي چې د دغه ښار په ۲۰ سیمو کې یې د پراخو عملیاتو په ترڅ کې څو شکمن کسان نیولي دي. دغه عملیات د مالیاتو ادارې، د ګمرک مرکزي دفتر او عمومي څارنوالۍ په همکارۍ ترسره شوي دي.

https://p.dw.com/p/4dM5l
NRW LKA Schlag gegen Clankriminalität
انځور: Henning Kaiser/dpa/picture alliance

د نورد راین وستفالن ایالت د کورنیو چارو وزیر هربرت رویل په وینا دغه عملیات د قانوني سرغړونو د څو قضیو، د هغو له جملې څخه د کوچنیو جرمونو په ارتباط ترسره شوي دي.

رویل ټینګار وکړ: «اجازه نه ورکوي داسې کسان دې دلته شتون ولري چې فکر وکړي هر کار چې زړه یې غواړي، کولی شي ترسره به یې کړي.»

د دویسبورګ ښاروال د جنایتکاره ډلو او بانډونو ترمنځ په پرله پسې ډول نښتو ته په اشارې د شکمنو کسانو د نیولو له پاره یې په پراخه پيمان د پولیسو عملیات اړین وبلل.

آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب