1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

د المپیک کمیټې د غړیتوب له پاره افغان میرمن نومانده شوې

۱۳۹۷ تیر ۳۰, شنبه

د المپیک نړیوالې کمیټې د جمعې په ورځ د سمیرا اصغري په نامه یوه افغانه میرمن د دغه نړیوال سازمان د غړیتوب له پاره د نهو نورو کاندیدانو ترڅنګ نومولې ده. دغه کمیټه وايي په دې توګه غواړي د میرمنو د حقونو ارزښت وښيي.

https://p.dw.com/p/31qx3
Schweiz Hauptsitz Internationales Olympisches Komitee in Lausanne
انځور: picture-alliance/AP Photo/L. Gillieron

د المپیک د نړیوالې ټولنې مشر توماس باخ وویل چې د ۲۴ کلنې افغان میرمنې سمیرا اصغري نوماندي چې یو وخت یې د خپل هیواد افغانستان له پاره د باسکتبال لوبې هم کړي، یو لړ اداري کارونه هم کړي دي. باخ یوې خبري ناستې ته په دې هکله وویل: «هغه [سمیرا اصغري] له افغانستان څخه یوه ځوانه میرمنه ده او په افغانستان کې سپورت ته د میرمنو د لاسرسي په برخه کې ډیره فعاله ده او تاسې ټول پوهیږئ چې دا اسانه کار نه دی.»

باخ وړاندې زیاته کړې چې د هغې په نوماندۍ سره موږ غواړو نه یوازې په افغانستان کې نارینه او ښځینه و ته زیګنال ولیږو بلکې په ټولو هغو هیوادونو کې چې ښځو ته پکې د سپورت په برخه کې خنډیونه موجود دي، پیغام ولیږو.

Invictus Games Toronto 2017 - Afghanistan
انځور: Getty Images/for Invictus/C. Jackson

د ټولو نهو نوماندانو څخه چې د روان کال په اکتوبر میاشت کې به ورته رایې واچول شي، پنځه تنه نوماندان چې درې یې میرمنې دي، د المپیک د کمیټې غړي دي او د یوې ځانګړې کمیټې لخوا وړاندیز شوي دي. پاتې څلور نور نوماندان بیا د هیوادونو د المپیک د ملي کمیټې او یا هم د سپورت د نړیوالو فدراسیونونو استازي دي، چې د غړیتوب حقوق هم لري. دغه څلور کسان ټول نارینه دي.