1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امریکا همجنسباز ښاروال غواړي ولسمشرۍ ته نوماند شي

۱۳۹۸ فروردین ۲۵, یکشنبه

د امریکا د محافظه پال انډیانا ایالت د کوچني ښارګوټي «رسټ بیلټ» همجنسبازه او آزاد ښاروال پیټه بوټیګیګ غواړي د ولسمشرۍ له پاره خپله نوماندي اعلان کړي. دغه ښاروال چې د رسنیو په سرلیکونو کې دی، په اتو ژبو خبرې کولی شي.

https://p.dw.com/p/3Gkbw
Pete Buttigieg
انځور: picture-alliance/AP Photo/J.L. Magana

د امریکا متحده ایالاتو د انډیانا ایالت د «رسټ بیلټ» کوچني ښارګوټي ۳۷ کلن ښاروال د چې د اوکسفورډ پوهنتون د رودیس سکالرشیپ [تحصیلي بورس] له لارې یې زده کړې هم کړي، د افغانستان په جګړه کې هم برخه اخیسته ده. نوموړي دوه ځله د سوت بینډ (South Bend) په نامه د خپل پلرني ښار د ښاروال په توګه هم دنده ترسره کړې ده.

د امریکا متحده ایالاتو په میشیګن او وسکونسین کې رایه اچوونکو په ۲۰۱۶م کال کې د جمهوري غوښتونکو د ولسمشرۍ نوماند او د امریکا متحده ایالاتو د اوسني ولسمشر دونالد ترمپ په بري کې هم مهم نقش لوبولی وو.

ټاکل شوې وه چې نن د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹ کال د اپريل ۱۴مه) په سوت بینډ (South Bend) کې بوټیګیګ د ولسمشرۍ له پاره خپله رسمي نوماندي اعلان کړي. د معلوماتو له مخې نوموړي د خپلې ولسمشرۍ د نوماندۍ له پاره تر اوسه پورې ۷ میلیونه ډالر پیسې راټولې کړي دي چې د پاتې نورو نوماندانو په پرتله خورا ډیرې پیسې دي.

دغه ښاروال چې په اتو ژبو خبرې کوي او کلاسیکه پیانو غږوي، په ګڼ شمیر مواردو کې د رسنیو سرلیک ته راغلی دی. په دې ترتیب سره نوموړی به تر ټولو ځوان، لومړنی داسې کس چې په ښکاره توګه همجنسباز وي او د بریا په صورت کې لومړنی ښاروال وي چې د امریکا ولسمشرۍ ته ځان رسوي.

AFP / KH.AWA