1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امریکا سنا: له افغانستانه په وتلو کې دې بیړه و نه شي

۱۳۹۷ بهمن ۱۰, چهارشنبه

د امریکا په سنا کې د اکثریت مشر میچ مک کونل، د ترمپ ادارې ته له افغانستان او سوریې څخه د امریکايي عسکرو تر وخته د مخه وتلو په هکله خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې داعش او القاعده لا هم متحده ایالاتو ته جدي ګواښ پیښوي.

https://p.dw.com/p/3CPjH
Symbolbild USA verringern Truppenpräsenz in Afghanistan um ein Drittel
انځور: dapd

د سې شنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د جنوري میاشتې پر ۲۹ نیټه) د امریکا متحده ایالاتو په سنا کې د اکثریت مشر میچ مک کونل د ترمپ ادارې ته له افغانستان او سوریې څخه تر وخته د مخه د امریکايي پوځیانو د وتلو په هکله خبرداری ورکړی دی. نوموړي په خپلو خبرو کې ویلي چې القاعده او اسلامي دولت ډله یا داعش اوس هم امریکا متحده ایالاتو ته جدي ګواښونه دي.

ولسمشر ترمپ په دې وروستیو کې له سوریې څخه د ټولو امریکايي سرتیرو د ایستلو اعلان وکړ چې له کبله یې د متحده ایالاتو پخوانی وزیر جیمز متیس، له دندې څخه استعفا وکړه. د جمهوري غوښتونکو د ګوند غړی او د امریکا په سنا کې د اکثریت مشر تازه څرګندونې د ترمپ پر ادارې باندې د فشارونو یوه تازه هڅه ده. تر دې وړاندې یو شمیر رسنیو رپوټ ورکړ چې ولسمشر ترمپ له افغانستان څخه د ټولو ۱۴۰۰۰ امریکايي سرتیرو له ډلې څخه د نیمايي عسکرو د ایستلو پلان لري. سپینې ماڼۍ لا تر اوسه پورې دغه موضوع نه رد کړې او نه یې هم تایید کړې ده.

د امریکا په سنا کې د اکثریت مشر همدا راز وویل چې که څه هم امریکا متحده ایالات د ټولې نړۍ پولیس نه دي، خو دغه هیواد بیا د خپلواکې نړۍ مشر دی او دا چې امریکا باید د ترهګرۍ پر ضد نړیوال ائتلاف ثابت وساتي او په دې مبارزه کې د خپلو متحدینو ترڅنګ ودریږي. میچ مک کونل په خپلو څرګندونو کې د دواړو هیوادونو [افغانستان او سوریې] په هکله د اوږدمهالې ستراتیژۍ د جوړولو او په بیړه د وتلو له امله د خطرونو د دقیقې محسابې په برخه کې د سپینې ماڼۍ او کانګرس ترمنځ پر لا ډیرې همغږۍ ټینګار وکړ.

McConnell Sanktionen Iran US Senat
انځور: picture-alliance/dpa/J.Lo Scalzo

د امریکا په کانګرس کې د اکثریت مشر همدا راز وویل چې غواړي «په منځني ختیځ کې د امریکا د امنیت د غښتلي کولو په لایحه کې» اصلاحات معرفي کړي چې پایله کې یې امریکا متحده ایالات د اسرائیلو امنیت ته لا ژمن کیږي، له اردون سره اړیکې غښتلې کوي او د سوریې د ملکیانو پر ضد د جرمونو ترسره کوونکي مسوول ګڼي. مک کونیل وویل: «[په قانون کې زما تعدیل] به دغه حقیقت چې په افغانستان او سوریه کې القاعده او اسلامي دولت ډلې لا هم زموږ ملت ته ګواښ پیښوي، تصدیق کړي.»

نوموړي همدا راز زیاته کړه چې په قانون کې د دې تغیراتو پرمټ به له یادو دواړو شخړو [هیوادونو] څخه په بیړه د امریکايي عسکرو وتل یو خطر وګڼل شي او دغه تغیرات به پر دپلوماتیکو اړیکو او په سوریه او افغانستان کې د شخړو د سیاسي حل پر اړتیا ټینګار وکړي.