1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امریکا فدرالي پولیسو د ډونالډ ټرمپ کور تلاشي کړی

۱۴۰۱ مرداد ۱۸, سه‌شنبه

د امريکا متحده ایالاتو پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ وویل چې په فلوریډا کې د دغه هيواد فدرالي پولیسو د نوموړي کور تلاښي کړی دی. ټرمپ دا عمل "د څارنوالۍ ناوړه چلند" بللی دی.

https://p.dw.com/p/4FJrq
USA, Palm Beach | Mar a Lago
انځور: mpi34/MediaPunch/picture alliance

مار-ای-لاګو د فلوریډا په پالم بیچ کې یوه تاریخي ماڼۍ ده چې په ۱۹۸۵م کال کې ډونالډ ټرمپ رانیولې ده.

د متحده ایالاتو فدرالي پولیسو (اف بي آی) په دې اړه څه نه دي ویلي چې ایا د تالاشۍ دغه ماموریت ترسره شوی او یا د ماموریت لامل څه و.

 ټرمپ په خپل کور کې د فدرالي پولیسو شتون ته هیڅ اشاره نه ده کړې.

ظاهراً دغه اقدام د امریکا متحدو ایالتو پر پخواني ولسمشر باندې د لا زیاتو قضايي فشارونو څرګندويي کوي.

د دغه هیواد ځینو رسنیو د تحقیقاتو مسؤلو ادارو ته د نږدې سرچینو په حواله ویلي دي چې پولیسو دا تفتیش د محکمې په اجازې او د  "محرم اسنادو څخه د احتمالي ناوړه ګټې اخیستنې په تړاو ترسره کړی  هغه اسناد چې مار لاګو ته لیږل شوي وو. "

ډونلډ ټرمپ د "سوشیل تروت شبکې" په ټولنیزه پاڼه کې چې خپله یې جوړه کړې لیکلي، «د فلوریډا په پالم بیچ کې د مار-ای-لاګو ښکلی کور اوس د اف بې ای د پولیسیو د یویې لویې ډلې تر محاصرې لاندي دی برید پرې شوی او نیول شوی دی »

CPAC-Konferenz in Texas | Donald Trump
 ټرمپ په خپل کور کې د فدرالي پولیسو شتون ته هیڅ اشاره نه ده کړې.انځور: Brandon Bell/Getty Images/AFP

هوايي اخیستل شوي انځورونه د ډونالډ ټرمپ د کور بهر د پولیسو موټر ښیې. د امریکا د پخواني ولسمشر پلویان هم په دغه ځای کې راټول شوي وو چې د ډونالډ ټرمپ د ملاتړ نښې یې په لاس کې وې.

نیویارک ټایمز راپور ورکړی چې ټرمپ د تلاشۍ پر مهال په خپل کور کې نه و. دغې رسنۍ د ډونلډ ټرمپ له خولې ویلي: "دا د لویې څارنوالۍ ناسم چلند، د عدلي سیسټم وسله وال کول د هغو بنسټپالو کیڼ اړخو دیموکراتانو برید دی چې غواړي زه د ۲۰۲۴م کال ولسمشریزو ټاکنو ته ولاړ نه شم. دا ډول برید یوازې په هغو هیوادونو کې چې له ماتې سره مخ وي او دریمې نړۍ هیوادونو کې ترسره کیدای شي."

ټرمپ زیاته کړه چې «له بده مرغه امریکا اوس یو له هغو هیوادونو څخه دی»

USA, Palm Beach | Polizei am Trump-Anwesen Mar a Lago
هوايي اخیستل شوي انځورونه د ډونالډ ټرمپ د کور بهر د پولیسو موټر ښیې.انځور: Terry Renna/AP/dpa/picture alliance

د امریکا متحدو ایالتونو ملي آرشیف د روان کال په فبروري میاشت کې اعلان وکړ چې دې دفتر په فلوریډا ایالت کې د ټرمپ له ملکیتونو ۱۵ صندوقه اسناد ترلاسه کړي دي.

واشنګټن پوسټ راپور ورکړی دی چې په دې اسنادو کې خورا محرم اسناد شامل دي چې ډونالډ ټرمپ د بیا ځلي ټاکنو له ماتې وروسته له واشنګټن څخه د وتلو پر مهال له ځان سره وړي وه.

امريکا: په زرونو ښځو د ترامپ پر ضد لاريون وکړ

د قانون له مخې، هغه اسناد او یاداښتونه چې د امریکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما مکتوبونه پکې شامل دي، باید د ټرمپ د ولسمشرۍ په پای کې سپارل شوي وای، خو په فلوریډا کې د هغه د رخصتۍ کور ته لېږدول شوي ول.

هغه مهال ملي آرشیف د دغه هيواد له عدلي او قضايي سیستم څخه وغوښتل چې د ډونالډ ټرمپ د کړنو په اړه پلټنې وکړي.

د نیویارک ټایمز د خبریال میګي هیبرمن د کتاب د محتوا پر بنسټ، د سپینې ماڼۍ کارکوونکو د سپيني ماڼۍ د تشنابونو په کموډونو کې ډېر څيري شوي کاغذونه ليدلي ول چې داسې تصور کیده چې ښایې ټرمپ غواړي له ځینو اسنادو ځان خلاص کړي.