1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امریکا، پاکستان او افغانستان مشرانو د گډ ملاقات غوښتنه

۱۳۹۷ بهمن ۱, دوشنبه

جمهوري غوښتونکي امریکایي سناتور لیندزي ګراهام، د یکشنبې په ورځ وویل چې له ولسمشر دونالد ترمپ څخه به وغواړي چې د پاکستان او افغانستان له مشرانو سره وویني چې د افغانستان د اوږدي جګړي حل و موندل شي.

https://p.dw.com/p/3BtQz
Pakistan Islamabad US-Senator Lindsey Graham
انځور: Getty Images/AFP/A. Quershi

ګراهام په اسلام آباد کې د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان، سره تر لیدنې وروسته دغه څرګندونې په یوه خبري کنفرانس کې وکړې.

ګراهام د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، افغان ولسمشر محمد اشرف غني او لومړي وزیر عمران خان، تر منځ د یوې درې اړخیزې غونډي له وړانديز سره وویل: «زه فکر کوم چې که هغوی سره وویني نو ښه به جوړ سره راشي. دا ځکه چې هغوی ټول سره ورته شخصیتونه دي.»

ګراهام روښانه کړه ده چې د افغانستان جګړه به د جوړجاړي له لارې پای ته ورسیږي، خو ټینګار یې وکړ چې په دغه جوړ جاړي کې باید داعش ډله شامله نه وي.

دغه امریکایي سناتور دا هم وویل چې له واشنګټن څخه به وغواړي چې له اسلام آباد سره د آزاد تجارت یو تړون لاسلیک کړي. ګراهام د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ ته یو نزدې کس بلل کیږي خو دا لا روښانه نه ده چې هغه به ترمپ قانع کړای شي چې له خپلو افغان او پاکستاني سیالانو سره وویني، که نه.

ګراهام په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي چې امریکا متحده ایالاتو په وروستیو وختونو کې د جوړجاړي له لارې د افغانستان د شخړې د پای ته رسولو هڅې ډیري کړي دي. که څه هم طالبانو څو وارې د سولې په چارو کې د واشنګټن له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، سره لیدلي، خو دغه ډله د ولسمشر غني له حکومت سره له مستقیمو خبرو اترو ډډه کوي.